1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغاني غالیو د دوبۍ په نندارتون کي لومړی مقام وگټه

۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبه

دغه نندارتون د روان کال د جنوري د میاشتي په پنځه نیټه پیل شو او د يوې میاشتي له پاره ئې دوام وکړ. دا دویم ځل دئ چي افغاني غالۍ د دوبۍ په یوه نندارتون کي لومړی مقام گټي.

https://p.dw.com/p/13z9I
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

د افغانستان د سوداگرۍ وزیر انور الحق احدي، د چهار شنبې په ورځ په کابل کي یوه خبري کنفرانس ته وویل چي د دغه شان ننداتونونو له جوړیدلو سره د افغاني غالیو بازار لا تودیږي. احدي زیاته کړه چي غالۍ افغانستان د نړیوال اقتصاد په ډگر کي معرفي کوي.

د غالیو صنعت رقیب نه لري

د غالۍ جوړول د افغانانو ډیر پخوانۍ کسب دئ چي اوس هم ډیري کورنۍ له دې لاري پیسي گټي. د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وایي چي په دغه برخه کي پانگه اچونه ډیره گټه لري.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت زیاتوي چي که څه هم د نورو صنعتونو په برخه کي د افغانستان له پاره رقابت کول ډیر سخت کار دئ خو د غالیو په سکتور کي ډیر رقابت نشته.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د سوداگرۍ وزیر ویلي دي چي په نړۍ کي د اقتصادي بحران له کبله زینتي توکو ته چي غالۍ هم د هغي جملي ده ،تقاضا راټیټه شوې ده.

ویل کیږي چي په روان کال کي د افغانستان د غالیو صادرات ۷۰ سلنه راټیټ شوي دي. خو د افغانستات د سودا گرۍ وزارت وایي چي دغه ارقام دقیق نه دي او په دې برخه کي لا دقیق ارقام په لاس کي نه شته.

احدي وویل چي په هیواد کي د کار د زمینو د رامنځ ته کیدو له کبله ډیر شمیر غالۍ اودونکو نورو کارونو ته مخه کړې ده. هغه زیاته کړه چي د غالیو صنعت د افغانستان له پاره ډیر اهمیت لري او افغان حکومت به ئې د رشد له پاره لا ډیري هڅي وکړي.

د احدي په خبره د غالۍ اودولو دوه صنعتي پارکونه به د جلال آباد او اندخوي په ښارونو کي جوړ شي او د افغانستان دننه به د غالیو د قیچي او پرېوللو زمینې برابري شي.

اوس مهال په افغانستان کي ډیري غالۍ تولیدیږي او پاکستان ته د قیچی او پرېوللو له پاره استول کیږي. دغه غالۍ بیا وروسته د پاکستان د تولیدات په نوم په نړیوالو بازارونو کي پلورل کیږي.

تر دې مخکي د افغانستان غالۍ د انفرادي سوداگرو له خوا نړیوالو بازارونو کي پلورل کیدي خو اوس په افغانستان کي یو خصوصي شرکت په دې برخه کي پانگه اچونه کړې ده.

مسعود جهش (دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل