1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانۍ ولي ورځ تر بلي د ډالر په مقابل کي ارزښت بايلي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

په دې وروستیو ورځو کې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ډیر کښته شوی دی. د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ ارزښت د کمیدو دليل جګړه، نا امني او په هیواد کې دننه سیاسي جنجالونه په ګوته کوي.

https://p.dw.com/p/3IbEp
Afghanistan Falschgeld
انځور: AP

د کابل ځيني اوسیدونکي او کسبګر د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ د ارزښت کمښت انديښمن کړي دي. دوی وایي چې له دوو اونيو راهيسي د هرې ورځې په تیریدو د افغانۍ ارزښت ټیټیږي چې دا د دوی پر کار منفي اغیز کوي.

د قیس په نوم یو هټیوال وایي چې د امریکایي ډالرو په مقابل کې د افغانیو ارزښت له کمیدو سره اوس هیڅ څوک حاضر نه دي چې خپلې معاملې په افغانیو وکړي:

«له کله راهیسې چې د ډالرو ارزښت لوړ شوی دی د دوکان کرایه په ډالرو ده او لوړه شوې ده. ټول توکي په ډالر پير او پلورل کیږي. زموږ کار وبار خراب شوی دی. هیڅ څوک نه شي کولی یو شی ؤپيري او یا یي تبادله کړي.»

محمد چې د زرو دوکان لري وایي: «پيرونکي رازي او وایي چې توکي په پخوانۍ بیه ورکړو، که قیمت لوړ کړو نه یي اخلي، پخوا به مو سل یا دوه سوه افغانۍ ګټه اخیستله، اوس چې ډالر لوړ شوی دی هیڅ څوک خریداري نه کوي او وایي چې ته موږ تیر باسې».

د افغانستان د مرکزي بانک ویاند ایمل عاشور په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د افغانۍ ارزښت د کمیدو لامل زموږ د تجارتي بیلانس کسر دی. موږ اوس شاوخوا اته میلیارده ډالره واردات لرو او د افغانستان صادارت شاوخوا ۸۰۰ میلیونه دي. همدارنګه افغانۍ له امنیتي وضعې هم انديښمنه شوې ده.»

عاشور زیاته کړه چې د افغانستان مرکزي بانک له جدي میاشتې راهیسې تر اوسه پورې په مارکيټ کې ۸۳۰ میلیونه ډالره لیلام کړي او په مقابل کې یي افغانۍ راټولې کړي دي، څو د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو ثبات وساتل شي.

اوس یو امریکایي ډالر د ۷۹ افغانۍ او ۲۰ پولو په بدل کې تبادله کیږي چې دا په تیرو ۱۹ کلونو کې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو تر ټولو ټيټه بیه ده.

د افغانستان د صرافانو د اتحادیي ویاند حاجي ځیرک دویچه ویله ته وویل: «په دې وروستیو ورځو کې د افغانیو ارزښت د ټولو بهرنیو اسعارو په مقابل کې را ټيټ شوی دی او همدا اوس یو امریکایي ډالر د ۷۹ افغانۍ او ۲۰ پولو په بدل کې تبادله کیږي.»

 ځیرک زیاته کړه چې په حکومت کې دننه جنجالونه، بازار ته په کافي اندازه د پیسو د عرضې نشتوالی، جګړه او نا امني هغه عوامل دي چې د افغانیو ارزښت کم شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه اعتبار خان ځدران په خبره د مرکزي بانک ناسم سیاست او د تجارتي بیلانس نشتوالی د افغانیو د ارزښت د کمیدو سبب شوی دی چې تر ټولو ډیر زیان یي عام خلکو ته رسیږي.

«د ډالر په مقابل کې د افغانۍ سقوط مشخصې پایلې لري چې عبارت دي له، په بازار کې د توکو د بیو لوړیدل او د خرید توان له کمیدو څخه، په اوس وخت کې اساسي ستونزه د مرکزي بانک ناسمه پالیسي ده او د دې سقوط زماني زیان بی وزله طبقه ويني.»

دوې اونۍ مخکې د پلازمېنې کابل په شهزاده سرای کې یو امریکایي ډالر د ۷۶ افغانۍ او ۵۰ پولو په بدل کې تبادله کیده، په داسې حال کې چې اوس یو امریکایي ډالر څه باندې ۷۹ افغانې ارزښت لري.

غزنفر عادل/ ش. ن/ ن. ز