1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان استازی یوازي شپږ ساعته په اسلام آباد کي وو

۱۳۹۴ مرداد ۲۳, جمعه

د افغانستان یو لوی حکومتي استازی چې د پنجشنبې په ورځ یې اسلام آباد ته سفر کړی وو تر شپږو ساعتونو وروسته بیرته کابل ته ستون شو. د دغه استازي مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني کوله.

https://p.dw.com/p/1GFim
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Mughal

په دغه هيئت کې د افغانستان د بهرنیو چارو پر وزیر سربیره د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی، د افغان ولسمشر د امنیتي چارو سلاکار حنیف اتمر او د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل هم شامل ول.

افغان پلاوي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او همداشان د هغه د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز سره ملاقات وکړ.

په روانه اوونۍ کې په کابل کې د څو پر له پسې ترهگریزو بریدونو وروسته افغان ولسمشر د پاکستان پر ضد توندې لهجه و کار وله او اعلان یې وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره به د خبرو اترو له پاره یو استازی پاکستان ته واستوي.

له افغان پلاوي سره د سرتاج عزیز تر ملاقات وروسته په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې د ښه والي او د ترهگرۍ د ختمولو له پاره د دوه اړخیزيو همکاريو هیله څرگنده شوې ده.

ویل شوي دي چې سرتاج عزیز په دغه ملاقات کې افغان استازي ته ویلي دي چې دواړه هیوادونه یو پر بل باور وکړي، څو د هغو عناصرو کوښښونه ناکام کړي چې له یوې مودې راهیسې د دواړو گاونډیو ورونو تر منځ د خوابدۍ پیدا کولو هڅه کوي.

له اسلام آباد څخه د دویچه ویله خبریال په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغان استازي دغه سفر ته په رسمي توگه دومره اهمیت نه دی ورکړل شوی. د پاکستان د «ډان» په نوم مشهورې ورځپاڼې په خپل یو رپوټ کې له افغان استازي سره د سړې رویې په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه متقاعد ډگروال اسد منیر وایي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي ښې شوي وې، خو په وینا یې د افغان ولسمشر تر وروستي مطبوعاتي کنفرانس وروسته ځیني غلط فهمۍ پیدا شوي دي: «دواړو اړخونو ته په کار ده چې د اړیکو د خرابیدو مخه ونیسي. د دې له پاره د دواړو اړخونو له خوا د څرگندونو پر مهال له احتیاط څخه کار اخیستل اړین دي. د امریکا متحدو ایالاتو او د چین په شراکت چې د پاکستان په کوربه توب د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو کومه لړۍ پیل شوې وه هغه باید په هر قیمت ادامه ومومي.»

دا چې د افغان پلاوي د سفر پر مهال ممکنه سړه رویه به د دواړو هیوادونو په راتلونکي اړیکو څه اغیز ولري، په دې هکله اسد منیر وویل:

«پر دې باندې افغان ولسمشر اشرف غني ته فکر کول په کار دي، که چیري هغه پرته له ثبوته تور ولگوي، نو د هغې په غبرگون کې د پاکستان له خوا دغسې یوه رویه غیر منتظره نه ده.»

افغان چارواکو دوې ورځي دمخه وويل چي دوی داسي شواهد لري چې ښيي د کابل په بريد کي ځينو پاکستاني پوځيانو لاس لاره.