1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان امنيتي ځواک مرستي ته اړتيا لري»

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۹, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتونو د دفاع وزارت پينتاگون په نظر افغان امنيتي ځواک تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم نړيوالو مرستو ته اړتيا لري. د طالبانو پر ضد جگړه کي دغه ځواک «اساسي روزني، لارښووني او ملاتړ» ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/19HY7
انځور: picture-alliance/dpa

پنتاگون د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۳۰) کانگرس ته د افغانستان په اړه نيم کلن رپوټ وړاندي کړ. په دغه راپور کي راغلي دي چي د دغه هيواد امنیتي ځواک د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پيسو ته اړتیا لري.

په دغه ۱۸۱ مخيز رپوټ کي د افغانستان وضعيت ډير ناخوال انځور سوی دئ. په رپوټ کي اداري فساد، د طالبانو مخ پر ډېرېدونکی فعاليت، له پاکستان سره د افغانستان خرابي اړيکي او له دغه هيواده د ناټو ځواکونو وتل د دغه هيواد د بې ثباتۍ له پاره په گوته سوي دي.

په رپوټ کي دغه راز راغلي دي، که څه هم افغان امنيتي ځواک پرمختگ کړی دی او هر وخت د امنيت په تامينولو کي مؤثره تمام سوی دئ. خو دا چي آيا دغه پرمختگ به دايمي وي، وړاندوينه ئې تر هغه وخته پوري ستونزمنه ده، ترڅو تر ۲۰۱۴کال وروسته په دغه هيواد کي د پاتېدونکو امريکايي او ناټو ځواکونو شمېر نه وي معلوم سوی وئ.

د امريکا متحده ايالاتو او د هغوی ناټو همکارانو له افغان حکومت سره هوکړه کړې ده، چي د راتلونکي کال تر پايه پوري به ئې جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي. په روان وخت کي ۶۸۰۰۰ امريکايي سرتيري په افغانستان کي مېشت دي، چي نيمايي به ئې د ۲۰۱۴ کال تر فيبرورۍ ماشتي پوري خپل هيواد ته ستانه سي.

د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل له خپل افغان سيال بسم الله محمدي سره په کابل کي د ليدني پرمهال
د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل له خپل افغان سيال بسم الله محمدي سره په کابل کي د ليدني پرمهالانځور: REUTERS

تر اوسه پوري کابل او واشنگټن پلان لري چي په افغانستان کي د ناټو تر پوځي ماموريت وروسته په دغه هیواد کي يو شمېر امريکايي سرتيري د افغان امنيتي ځواک د روزني او ملاتړ له پاره پريږدي.

په دې وروستيو وختونو کي د افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما ترمنځ اړيکي د پام وړ خرابي سوي دي. د رسنيو د راپورونو له مخي، ځکه نو د امريکا متحده ايالات اوس له افغانستان څخه د ژر يا بشپړه وتلو خيال لري.

د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي د سه شنبې په ورځ وويل چي له افغانستان څخه ئې د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د خپلو ټولو قواوو د رايستلو له پاره کوم پلان جوړ کړی نه دئ.

هغه دغه راز زياته کړې ده چي که چيري له کابل سره د امنيتي تړون په موضوع کي د امریکايي سرتيرو د قانوني خونديتوب په اړه خبري بريالۍ نه سي نو کېداسي ټول امريکايي سرتيري له افغانستان څخه را وباسي.

د افغانستان په اړه د پنتاگون له خوا په وړاندي سوي رپوټ کي راغلي دي، چي طالبان په ۲۰۱۲ او د ۲۰۱۳ کال په لومړيو دروې مياشتو کي د ۲۰۱۱ کال په پرتله ډير کمزوري سوي دي. رپوټ زياته کړې ده چي طالبانو اوس ډيري سيمي له لاسه ورکړي دي او د خلکو په منځ کي ئې محبوبيت هم ډير لږ سوی دئ.

په عين حال کي رپوټ پر دې خبره باندي ټينگار کړی دئ، چي طالبان اوس هم په پاکستان کي د خپلو پټنځايونو څخه په کار اخيستلو سره د بريدونو وړتيا لري. رپوټ دغه راز وايي چي پاکستان اوس هم په ځينو مواردو کي د هغو جنگياليو ملاتړ کوي چي په افغانستان کي پر بهرنيو ځواکونو باندي بريدونه کوي.

دا په داسي حال کي ده چي پاکستان هروخت دغه راز تورونه ردکړي دي او وايي چي په خپله د تروريزم قرباني دئ.

په رپوټ کي پر افغان حکومت باندي هم سختي نيوکوي سوي دي چي وايي «غير مسلکي او په فساد ککړ دولتي چارواکي په اوږده موده کي د دغه حکومت مؤثريت له منځه وړي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب