1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو روغتیايي مرکز کشف کړی

۱۳۹۶ آذر ۱۷, جمعه

افغان چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو د افغانستان په مرکزي سیمه کې د طالب جنګیالیو یو روغتیايي مرکز کشف کړی دی.

https://p.dw.com/p/2p1vI
Afghanistan Alltag in Herat nach dem Taliban Angriff
انځور: DW/H. Hashimi

د میدان وردګ ولایت د پولیسو یو ویاند نقیب الله امیني ويلي دي چې د طالبانو دغه روغتیايي مرکز کابل ته څیرمه په میدان وردګ ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ترسره شوو یو لړ عملیاتو په ترڅ کې کشف شوی دی.

نوموړي همدا راز زیاته کړې ده چې طالبانو په دې روغتيايي مرکز کې د لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا او همدا راز له نورو هغو سیمو څخه چې پکې یاغیان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي، د دوی ټپیان درملنه کول.

د پولیسو دغه چارواکي همداراز وویل چې داسې انګیرل کیږي چې د ګاونډي هیواد پاکستان دوې ډاکټراني هم د طالبانو په دې روغتیايي مرکز کې فعالیت کاوه. د نوموړي په وینا [د عملیاتو په ترڅ کې] په کلینیک کې څوک ټپي یا وژل شوي نه دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي اختر محمد طاهري په دې هکله ويلي دي چې «د امنیتي ځواکونو د چاپې پرمهال په دې مرکز کې هیڅوک هم نه ول.» طاهري زیاته کړه: «درې عرادې موټر، یو ځانمرګی واسکټ، وسلې او نور تجهیزات له دې روغتیايي مرکز څخه کشف او ضبط شوي دي.»

طالبانو تر اوسې پورې په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

افغان چارواکي له ډیري مودې راهیسې د پاکستان پر استخباراتو تور لګوي چي په بلوچستان کې د روغتیايي خدمتونو په ورکولو سره دوی د ياغيانو ملاتړ کوي. خو دا لومړی وار دی چې افغان امنیتي ځواکونه په افغانستان کې دننه د یاغیانو دغه راز روغتیايي مرکز کشفوي.