1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغان او ناټو ځواکونه دي د پاکستاني طالبانو د مشر پرضد اقدام وکړي"

۱۳۹۰ مهر ۲۵, دوشنبه

پاکستان نن د دوشنبې په ورځ « د۲۰۱۱کال د اکتوبر۱۷مه» ويلي چي د اسلام آباد له لوري پر څو ځلي غوښتنو سربيره هم افغان او ناټو ځواکونه د پاکستاني طالبانو د يو مشر پر ضد په ګام پورته کولو کي پاتي راغلي.

https://p.dw.com/p/12tMJ
د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس
د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباسانځور: AP

کيدای سي، چي دغه شکايت به د دواړو هيوادونو خړي اړيکي نوري هم ترينګلي کړي.

د پاکستاني طالبانو مشر، مولانا فضل الله، چي مخکي د پاکستان په سوات سيمه کي د طالبانو مشري پر غاړه لرله، اوس ويل کيږي چي د هغي سيمي څخه تر بریالۍ تېښتي وروسته نوموړی د افغانستان سره په سرحدي سيمه باجوړ کي چيري پټ دی.

فضل الله هغه وخت د سيمي څخه په تښته بريالی سو، چي پاکستاني ځواکونو يې پرضد په هغه سيمه کي پوځي عمليات پيل کړل.

د پاکستان پوځ اوس دا تور لگوي، چي د فضل الله پلويان د افغانستان د خاوري څخه د دوی پر ځواکونو بريدونه کوي، چي په وينا يې په دغه بريدونو کي تر اوسه شاوخوا ۱۰۰تنه سرتيري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند، جنرال اطهرعباس، د رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کي ويلي « دغه مشکل لا تر اوسه له منځه نه دی تللی.»

هغه ويلي چي فضل الله په دې توانيدلی، چي په افغانستان کي ځان بيا منظم کړي او هلته ځانته پاخه سنګرونه جوړکړي. « هغه يو ځل بيا پاکستان ته ګواښ ګڼل کيږي.»

مولان فضل الله چي په سوات کي د ( ايف ايم ملا ) په نوم هم مشهور وو په دغه سيمه کي د يو بل لانجمن مشر، مولانا صوفي محمد، زوم هم دی.

صوفي محمد پر افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو تر يرغل وروسته د طالبانو سره د مرستي لپاره د پاکستان د قبايلي سيمو څخه د په زرنو تنو لښکر په برابرولو توانيدلی وو.

په هغه وخت کي دده لښکر په لومړی سر کي د پاکستان څخه ګاونډي ولايت کونړ ته اوښتی وو او تر هغي وروسته د ټول افغانستان په کچه د طالبانو په ليکه کي ځای پرځای سوی و.

په هغه وخت کي د دغو کسانو زياتره برخه د نورو طالبانو سره يو ځای د طالبانو د مخالفينو په لاس ورغلل، خو خپله صوفي محمد د افغانستان څخه په تېښته ووتی او بيرته خپل هيواد پاکستان ته ننوتی. هغه بيا تر لږ وخت وروسته د پاکستان حکومت لخوا بيرته و نيول سو.

د پاکستان د پوځ وياند زياته کړې، چي مولانا فضل الله اوس بيا کوښښ کوي چي ځل بيا سوات ته ننوزي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي:نجيب الله زيارمل