1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: افشا سوي اسناد د تروريز ريښې ښيي

۱۳۸۹ مرداد ۴, دوشنبه

افغان حکومت وايي چي د امريکا د پوځي اسرارو افشا کول تکان ورکونکي دي خو افغانانو ته دا ورښيي چي د تروريزم ريښې چيري دي.

https://p.dw.com/p/OVBe
ددې محرمو اسنادو پر اساس د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کي طالبانو ته د ۲۰۰۰ تنو افغانانو نومونه ورکړي دي چي هغوی ترور کړي.
ددې محرمو اسنادو پر اساس د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کي طالبانو ته د ۲۰۰۰ تنو افغانانو نومونه ورکړي دي چي هغوی ترور کړي.انځور: AP / Fotomontage: DW

په افغانستان کي د امريکايي جګړې اسناد چي په دې وروستيو کي افشا سوي دي ښيي چي د پاکستان استخباراتي اداره آی اس آی د طالبانو جنګي ستراتيژي تعينوي او امريکا ددې فعاليتونو څخه خبره ده.

ددې محرمو اسنادو پر اساس د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کي طالبانو ته د ۲۰۰۰ تنو افغانانو نومونه ورکړي دي چي هغوی ترور کړي.

دغه اسناد چي په افغانستان کي د امريکايي جګړې په اړه معلومات پکښي وړاندي سوي او د يو غيري حکومتي موسسې لخوا خپاره سوي شمېر يې ۹۰ زرو ته رسيږي.

سپيني ماڼۍ ددې پټو اسنادو افشا کول په کلکه محکوم کړي دي او ويلي يې دي چي ددې اسرارو په افشاکولو سره په افغانستان کي د امریکايي او د هغوی د متحدينو ژوند په خطر کي اچوي.

د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر د دوشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي، د دغو اسنادو په افشاکولو سره د نړيوالو او افغانانو مالومات ډيريږي.

د هغه په خبره «که ديوې خوا ددې اسرارو افشا کول حيرانونکي دي د بلي خوا زموږ د معلومات د پاره ډير ګټور دي چي د تروريزم ريښې د کومه ځايه غځېدلي دي.»

تقريباً يوه مياشت د مخه د لندن اقتصادي مکتب هم داسي معلومات افشا کړل چي له مخه يې د پاکستان استخباراتي اداره ښيي چي تر هغه څه ډير د طالبانو سره همکاري کوي چي فکر يې کيږي.

دغه مکتب هغه وخت ويلي ويل چي حتي د پاکستان د استخباراتي ادارې استازي په کويټه کي د طالبانو په جلسو کي ګډون کوي.

د کارپوهانو په خبره ددې اسنادو تر ټولو مهم راز هغه دی چي پاکستان بې درېغه د طالبانو حمايت کوي. نو دا ددې دپاره مرسته کوي چي نړيوال پر پاکستان باندي نور فشارونو ډير کړي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی. زيارمل