1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت ته د بنديانو د سپارلو لړۍ وځنډيده

۱۳۹۰ شهریور ۱۶, چهارشنبه

په افغانستان کي ايتلافي ځواکونه وايي چي افغان حکومت ته د بنديانو د سپارلو لړۍ يې ځکه څنډولې ده، چي په ډيرو مواردو کي له هغو بنديانو سره ناوړه سلوک سوی، چي د جګړې په ميدان کي تر نيول کيدو وروسته يې افغان دولت ته سپارلي ول

https://p.dw.com/p/12UNN
د بگرام د پوځي اډې څخه آزاد سوي بنديان
د بگرام د پوځي اډې څخه آزاد سوي بنديانانځور: Faridullah Zaher

د دغو ځواکونو وياند الماني جنرال کريستن يکوبسن د سپټمبر پر اومه په کابل کي خبريالانو ته وويل چي په اوس وخت کي ايساف قواووي هغه اسيران له ځان سره ساتي چي د محاربي پر وخت يي نيولي دي.

يکوبسن وويل چي دمګړی په درست افغانستان کي ايتلافي لښکرو افغان دولت ته د جګړې د ډګر د اسيرانو د سپارلو لړۍ درولې ده.

دغه ګام وروسته تر هغه پورته کيږي چي د بشر د حقونود مدافع سازمانونو تر څنګ په خپله ايساف قواوو ته هم د هغو بنديانو د ناوړه حالت په اړه شکايتونه ورسيدل، چي د جګړې په ډګرکي تر نيول کيدو وروسته افغان سيمه ييزو ادارو ته سپارل سوي ول.

د بشر د حقونو څيړندويي ډلي وايي، دوی له يو شمير بنديانو سره تر ليدو کتو وروسته موندلي چي د افغان دولت په محبسونو کي له هغوی سره غيرانساني چلند کيږي او په شپو شپو نار تړل سوي دي.

د بنديانو وهل ټکول، شکنجه او په ويښه تر سهاره ساتل د بشر د حقونو او د ژينو د کنوانسيون په رڼا کي له بنديانو سره خلاف چال چلند شميرل کيږي.

د ايساف ځواکونو نطاق جنرال يکوبسن وويل، چي دوی به ترهغه پوري هغه افغان اسيران خپل حکومت ته و نه سپاري تر څو چي د بنديانو په اړه د ملګرو ملتونو نوي رپوټ نه وي خپور سوی.

« موږ د بنديانو د سپارلو لړۍ افغان سيمه ييزو چارواکو ته په ټپه درولې، په سويل کي له تيرو دوو مياشتو راهيسي دغه ګام پورته کړای سوی، خو په ټول افغانستان کي به ترهغه پوري موږ بيا دا لړۍ نه پيلوو تر څو چي د ملګرو ملتونو د بشرد حقونو راپور خپور سي په کوم کي چي د افغان دولت د زندانونو حالت خپريږي».

په تيرو څو کلونو کي په وار وار د افغان دولت او حتي امريکايي ځواکونو له بندي خانو څخه د بنديانو د شکنجي راپورونه ورکړل سوي.

که له يوه لوري ايساف ځواکونو د بنديانو د سپارلو لړۍ ځنډولې له بل لوري افغان ملي دفاع وزارت اعتراف وکړ چي دوی تر اوسه پوري هم د خپلواکو عملياتو د تر سره کولو توان نه لري.

د ملي پوځ وياند جنرال ظاهرعظيمي وايي، که امکانات ورکړل سوي وای دوی به اوس په يوازي سرعمليات کولای سوای خو تشو لاسونو په جبهه کي د سرتيرو نوښت ټکنی کړی دی.

په دغه خبري غونډه کي د  افغان ملي پوځ د کدراو پرسونل مشر جنرال محمد جمعه ناصر بيا په تيرو لسو کلونو کي د افغان لښکرو په ليکو کي دښمن ته د يوه سرتيري د تسليميدو خبره هم رد کړه.

د پوځ له ليکو څخه د سرتيروبي ساري تيښته او په پوځي روغتون کي د روغتيا پالود بي پروايۍ له کبله د ژوبلو عسکرو مړينه هغه څه دي چي د افغان پوځ د وړتيا په اړه يي جدي شکونه را پارولي دي.

خو ملي دفاع وزارت دغه دواړه راپورنه په ناسمو او برسيرنو اطلاعاتو ولاړ بللي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل