1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: تیره میاشت ۲۴ تنه د سیلابونو له کبله وژل شوي

۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبه

افغان چارواکي وايي چې د ورستيو درنو ورښتونو او سيلابونو له امله په مختلفو ولايتونو کې ۲۴ کسان مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي. د هغوی په خبره سيلابونو خلکو ته ډير زیات مالي زيانونه هم اړولي دي.

https://p.dw.com/p/3J4OD
Afghanistan Flut
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa

د اسوشتيد پرس خبري آژانس د افغان حکومت په حواله ليکي دي چې د تيرې مياشتې په جریان کې د شديدو وروښتونو او سيلابونو له کبله په رامنځ ته شویو پيښو کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ تنه نور ټپيان شوی دی.

د افغانستان د پيښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له خوا د دوشنبې په ورځ په يوه خپرې شوې اعلاميه کې راغلي دي چې خلکو ته دغه مالي او ځاني زيانونه د کابل په ګډون د افغانستان په شپږو ولايتونو کې اوښتي دي.

د دغې ادارې په وينا، شاوخوا ۵۰۰ کسان د باميان ولايت په مرکز او شيبر ولسوالۍ کې ژغورل شوي دي. په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې سختو ورښتونو د روانې مياشتې په دننه کې د ټول هيواد په کچه څه د پاسه ۲۲۰ کورونه له منځه وړي او ۱۱۶ نور يې په نسبي ډول تخريب کړي دي.

له بل لوري د روان کال په ژمي کې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د واورې ښويدو پيښې هم رامنځته شوي چې له کبله یې ډيرې لارې بندي شوي هم دي. درنو ورښتونو او سيلابونو د روان کال له پيل راهيسې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژلي دي.

ms/ks (ap)