1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان حکومت دي له طالبانو سره واک شريک کړي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۰, دوشنبه

د پاکستان حکومت وړاندیز کړی دی چې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو له پاره دې افغان حکومت طالبان په واک کې شریک کړي او دغې ډلې ته دې د افغانستان ځینې برخې وسپاري. د دغه وړاندیز په اړه افغان حکومت سخت په غوسه سوی دی.

https://p.dw.com/p/18zrQ
Guests arrive for the opening ceremony of the new Taliban political office in Doha, Qatar on June 18, 2013. The office is intended to open dialogue with the international community and Afghan groups for a 'peaceful solution' in Afghanistan office spokesman Mohammed Naim told reporters. AFP PHOTO / FAISAL AL-TIMIMI (Photo credit should read FAISAL AL-TIMIMI/AFP/Getty Images)
Katar Büro der Taliban in Dohaانځور: AFP/Getty Images

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ارشاد احمدي، د دوشنبې په ورځ د رویترز له خبرې آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه موضوعګانې د جمعې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت د مشاور سرتاج عزیز او په دې هیواد کې د افغانستان د سفیر عمر داودزي، په غونډه کې مطرح شوي دي.

د ښاغلي احمدي په خبره د جمعې د ورځې په خبرو کې د پاکستاني چارواکو له خوا په افغانستان کې د فدرالي حکومت د جوړیدو او طالبانو ته د ځینو ولایتونو د امنیت د سپارلو موضوعګانې هم مطرح شوې وې. تر دې وروسته په کابل کې د پاکستان د دغو وړاندیزونو پر وړاندي سخت غبرګونونه راوپاریدل.

په دې سره نو یو ځل بیا هغه هیلې له منځه ولاړي چې په پاکستان کې د نواز شریف په مشري د نوي حکومت له رامنځ ته کیدو سره، د اسلام آباد او کابل اړیکې ښې کیدای شي. له بلې خوا د پاکستاني چارواکو دغو څرګندونو همداراز دا خبره هم تر یوه حده پوري روښانه کړه چې پاکستان او افغانستان ته د انګلستان د لومړي وزیر دیوید کمرون، وروستی سفر د کابل او اسلام آباد په نزدې کولو کې پاته راغلی دی.

افغان حکومت په افغانستان کې د یوه فدرالي نظام د رامنځ ته کیدو سخت مخالفت کوي. تر دې مخکې ولسمشر کرزي دغه شان یو نظام په افغانستان کې یو ځل بیا د ملک الطوایفي رامنځ ته کیدل بللي وو. ښاغلي احمدي په دې اړه وویل: «موږ په دې باور یو چې چې فدرالي نظام د پاکستان له پاره د داسې یو وسیلې معنی لري چې په مرسته یې هغه څه ته ورسیږي چې هغوی د جګړې په میدان کې ورته د خپلو استازو [طالبانو] په مرسته و نه رسیدل.»

د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان نقش ډیر مهم بلل کیږي. دغه هیواد د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دغه رژیم سره ډیري نزدې اړیکې لرلې او ویل کیږي چې اوس هم د دغې ډلې مشران په پاکستان کې میشت دي. افغانستان تل پر پاکستان باندې تور لګوي چې د دغه هیواد د سولې په بهیر کې دوه مخی سیاست پر مخ بیایي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې د یوه باثباته او سوله ییزه افغانستان د رامنځ ته کیدو پلوي دی.

لویه لوبه

ښاغلي احمدي وویل چې د لویو مراسمو په ترڅ کې په قطر کي د طالبانو د دفتر پرانیستنه هم د پاکستان یو پلان وو، ترڅو د دغه افغان چارواکي په خبره د طالبانو د ډلې نړیوال اعتبار لوړ شي. هغه وویل: «د پاکستان په حکومت کې ځینې عناصر موجود دي چې غواړي د سولې له بهیر څخه په استفادې سره خپل لوی پلان عملي کړي. د دغه پلان له مخې هغوی غواړي د افغانستان پر حکومت سترګې پټې کړي او په افغانستان کې نور واړه ملکونه جوړ کړي چې پکښې طالبان ډیر نقش ولري. طالبان په افغانستان کي د پاکستان تر ټولو لویه سرمایه ده.»

د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون په اړه د خبرو اترو بهیر هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شو چې طالبانو په قطر کې پر خپل دفتر باندي د خپلې واکمنۍ د دورې سپین بیرغ پورته کړ او ورباندې یې «د افغانستان اسلامي امارت» لوحه وځړوله.

پر دې سربیره د قطر د دفتر تر پرانیستلو وروسته، هم طالبانو د تل په څیر د افغانستان د سولې عالي شورا له استازو سره له خبرو کولو څخه ډډه وکړه، او ویې ویل چې یوازي به له امریکایانو سره خبرې اترې وکړي. ولسمشر کرزي ویلي دي چې یوازې به په هغه صورت کې له طالبانو سره خبرې وکړي چې طالبان یوازې له هغوی سره د سولې په اړه وغږیږيٍ.

احمدي همداراز د پاکستان پر استخباراتي ادارې باندې تور ولګاوه چې د طالبانو ملاتړ کوي. هغه په همدې حال کې روښانه کړه چې د پاکستان پر استخباراتي ادارې سربیره یو شمیر نور پاکستان سازمانونه هم هڅه کوي چې افغان حکومت ضعیفه کړي. تر اوسه پوري پاکستان د خپل ملي امنیت د مشاور او ښاغلي احمدي د څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ نه دی روښانه کړی.