1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د امریکا راپور نه مني

۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبه

افغان حکومت د امريکا پر هغه راپور، چي په افغانستان کي يې د خپلو مصرفونو په اړه خپور کړی، نيوکي کړي. افغان حکومت ويلي چي په دغه رپوټ کي ډير ارقام غلط ورکړل سوي.

https://p.dw.com/p/124k9
دغه راپور تيره اونۍ خپور سو
دغه راپور تيره اونۍ خپور سوانځور: Fotolia

د افغانستان د ماليي وزارت ويلي، چي د امريکا متحده ايالات، هغه پيسي چي د پاڅونکونکو لاس ته لويدلي او يا هم ناوړه استفاده ځني سوې، د هغو مسؤليت افغان حکومت په غاړه نه اخلي، ځکه چي يوازي ډيري کمي پيسې د افغان حکومت له لاري مصر سوي او نوري بيا ټولي د امريکا حکومت په افغانستان کي مصرف کړي دي.

د افغانستان د ماليي وزارت دغه راز ويلي، چي په دې وروستیو کي يې د امريکا د مالي چارواکو سره اړيکي يو څه ترنګلي سوي دي.

افغان حکومت وروسته له هغي دغه خبري کړي چي تيره اونۍ د امريکا لخوا د افغانستان د مالي مرستو کتونکي سازمان SIGAR په دغه هيواد کي د امريکا د مرستو د مصرف د څرنګوالي په اړه يو رپورت خپور کړی.

د افغانستان د ماليې وزارت ويلي، په دې خبري ډيره خواشيني ښودلې، چي د SIGAR سازمان مفتشينو په افغانستان کي اته مياشتي تيري کړي، خو د يوه افغان مالي چارواکي سره يي هم نه دي ليدلي.

د افغانستان د ماليي وزارت ويلي، چي افغان حکوت غواړي، په راتلونکي کي په داسي تفتيشونو کي ونډه ولري ترڅو پايلي عادلانه وي.

د ماليي وزارت دا خبره هم کړې، چي د SIGAR لخوا په خپور سوي رپوټ کي ځيني معلومات او ارقام غلط راغلي دي.

په خپورسوي رپوټ کي راغلي، چي افغان ولسمشر حامد کرزي، امريکايي مشاورين په افغانستان بانک کي له کاره منع کړي. د راپور په حواله د افغانستان بانک کي د امريکايي مشاورينو له پاره کار کول ستونزمن و.

راپور ليکلي ول، چي دغو مشاورينو په افغانستان کي د مالي جرمونو د بربنډولو او د مالي پرسونل د روزلو دنده په غاړه درلوده.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان بانک دا خبره چي ګواکي دغه سازمان د نړيوالو مشاورينو له پاره يو خطرناک ځای دی، رد کړه.

دSIGAR د رپوټ په حواله د امريکا کانګرس د 2002 کال را په دېخوا د افغانستان له پاره 70 ميليارده ډالره ځانګړي کړي، چي نه د امريکا او نه هم د افغانستان حکومتونو د دغو پيسو د ښه کارولو له پاره هڅي کړي.

د دغي راپورت په ځواب کي بيا افغان حکومت ويلي چي د دغو 70 ميليارډو ډالرو څخه يوازي2.1 ميليارده يي د افغان حکومت له لاري مصرف سوي، چي يوازي 46 مليونه ډالر په عملي توکه افغان حکومت مصرف کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل