1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان حکومت د ټاکنو په اړه د طالبانو اعلامیې ته غبرګون وښود

مسعود جهش
۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

افغان حکومت په یوې اعلامیه کې د طالبانو هغه ګواښ ته غبرګون ښوولی چې ويلي يې دي دوی به د ټاکنو مخه ونیسي. په اعلامیه کې روښانه شوي ده چې افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په موخه پراخ اقدامات وکړي.

https://p.dw.com/p/3NSGh
Aghanistan, Kabul: Ashraf Ghani auf einer Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

طالبانو د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې له خپرولو سره د راتلونکو میاشتې له پاره پلان شوې ټاکنې رد کړې او ګواښ یې وکړ چې پر دې بهیر باندې به بریدونه وکړي. دې ډلې همداراز له افغانانو څخه غوښتي وو چې په ټاکنو کې ګډون و نه کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د یوې اعلامیې له خپرولو سره یو ځل بیا ټینګار کړی چې ټاکنې به ترسره شي. په اعلامیه کې راغلي دي: «د افغانستان دولت د آزادو، رڼو او سرتا سري ټاکنو ترسره کولو له پاره ټول لازم تیاری نیولی چې د افغانستان خلک په مستقیم ډول د هیواد له پاره د مشروع زعامت په ټاکلو کې ونډه واخلي.»

افغان حکومت پر امنیتي ځواکونو باندې غږ کړی چې د ټاکنیز بهیر امنیت ونیسي. په اعلامیه کې راغلي دي: «د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته قاطع لارښوونه کېږي چې دغه ملي او برخلیک ټاکوونکې پروسه مختل کېدو ته پرېنږدي.»

د افغان حکومت په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې حکومت د ټاکنو ډیره برخه بودجه پرغاړه اخیستې او د ټاکنیز بهیر مدیریت هم د افغانانو په لاس کې دی: «د افغانستان حکومت یو ځل بیا له ټولو بنسټونو څخه چې د ټاکنو په ترسره کېدو کې ونډه لري غواړي چې ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت ترسره کړي.»

حکومت ویلي دي چې افغانان به د پخوا په څیر د طالبانو پر ګواښونو سربیره هم په ټاکنو کې ګډون وکړي.