1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: د گوانتانامو بنديانو د ساتني توان لرو

۱۳۹۰ دی ۵, دوشنبه

افغان حکومت وايي د هغو افغان بنديانو د ساتني او پالني پوره وړتيا لري، چي له ترهګرۍ سره د تړاو په تور نيول شوي او د کيوبا په ټاپو کي د امريکا د ګوانتانامو په زندان کي ساتل کيږي.

https://p.dw.com/p/13ZNx
په کيوبا کي د گوانتانامو زندان يوه برخه
په کيوبا کي د گوانتانامو زندان يوه برخهانځور: picture alliance/dpa

په دغه زندان کي څه نا څه ۵۰۰ تنه افغان او د يو شمېر نورو ملکونو هغه جنګيالي ساتل کيږي چي له القاعدې سره د ارتباط په تور د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کي نيول شوي دي.

په دغه زندان کي ګڼ شمېر افغانان هم بنديان دي، چي ځيني ئې د طالبانو د واکمنۍ د وزيرانو په کچه دي.

تيره اونۍ د امريکا له دولت څخه داسي راپورونو رسنيو ته په لاس ورغلل، چي ګويا د امريکايي استازو او طالب مشرانو تر منځ داسي يو جوړ جاړی شوی دئ، چي د ګوانتانامو له زندان څخه ۵ تنه طالب بنديان آزاد شي او د قطر په هيواد کي دي نظر بند وساتل شي.

دغه جوړ جاړی ازمايښتي بلل شوی وو، خو هغه مهال له خنډ سره مخ شو چي افغان ولسمشر حامد کرزي مخالفت وکړ او ويې ويل، چي که د طالبانو بنديان آزاديږي هم بايد افغانستان ته وليږدول شي.

خو امريکا او طالبانو دواړو پر افغان دولت دا نيوکه کوي چي د زندانيانو د ساتلو وړتيا نه لري او په ډيرو مواردو کي بنديان شکنجه شوي او په بده توګه کړول شوي. خو افغان حکومت دغه ادعا نه مني.

افغان دولت اوس وايي، چي دوئ د دې وړتيا لري چي ورته د ګوانتانامو بنديان وسپارل شي او د ساتلو پوره او سل په سلو کي وړتيا موجوده ده.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي د وينا له مخي، افغان دولت پخوا هم د ګوانتانامو زندان يو شمېر افغان بنديان ملک ته راوستي او اوس ئې هم دا وړتيا لري چي که چيري امريکا دغه بنديان ور وسپاري په ډيره ښه توګه به ئې ساتنه وکړي.

موسي زي پر دې نيوکه وکړه چي افغان بنديان قطر او يا کوم بل هيواد ته سپارل کيږي او دا به ډيره غوره او پر ځای ګام وي چي دغه بنديان افغان دولت ته وسپارل شي.

«مخکي هم له ګوانتانامو نه افغانستان ته بنديان انتقال شوي او دا ځل هم سل په سلو کي دا وړتيا او دا شونتيا موجوده ده چي دا بنديان افغانستان ته وليږدول شي، نه دا چي کوم بل هيواد ته تر بېلا بېلو شرايطو لاندي افغان زندانيان سپارل کيږي».

افغان حکومت وايي دوئ په اوس مهال کي د امريکا د ګوانتانامو له زندان څخه بل هر هيواد ته د بنديانو د ليږدولو سره موافق نه دي او دا کار د افغانستان ملي حاکميت ته سپکاوی بولي.

رپوټونه وايي، چي طالبانو پر امريکا باندي عمده شرط دا ايښی دئ، چي بايد د دوئ بنديان چي په ګوانتانامو کي دي آزاد کړي، تر څو دوئ د سولي خبرو ته غاړه کيږدي.

خو دا چي په دي ورستيو کي د امريکا دولت له ګوانتانامو څخه د ۵ بنديانو د آزاديدو پريکړه کړې وه دا کار د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو او توافقاتو د آزمايښتي پړاو يوه برخه وه.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل