1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت له کومو ستونزو سره مخامخ دی؟

مسعود جهش۱۳۹۳ بهمن ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان د ملي یووالي حکومت له جوړیدو څلور میاشتي، وروسته هم ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله نه دي توانیدلي چې خپله کابینه بشپړه کړي، اقتصادي وضعیت ښه کړي او د طالبانو ستونزي حل کړي. دغه حکومت پر کم لور روان دی؟

https://p.dw.com/p/1EVUL
انځور: picture-alliance/AA

کله چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د تیر کال په سپمتبر میاشت کې د ملي یووالي حکومت د جوړولو تړون لاسلیک کړ، یو شمیر افغان او بهرنیو کارپوهانو وویل چې دغه حکومت کولای شي له رامنځ ته شوي وضعیت څخه په خپله گټه استفاده وکړي ځکه د هغوی په حواله په ملي یووالي حکومت کې ډیر شمیر افغان سیاسي خوځښتونه سره یوځای کیدای شوای.

خو د افغانستان د چارو کارپوه احمد سعیدي وایي چې ستونزه له همدې ځایه پیل شوه ځکه په خبره یې دواړو د خپلو کمپاینونو پر مهال داسې محاسبه کړې وه چې په یوازیتوب به حکومت جوړوي او په دې ترتیب به د خپلو ټولو پلویانو د خوښۍ چانس ولري.

سعیدي له دویچه ویله سره په مرکه کې زیاته کړه: «له دواړو ډلو څخه ډیر کسان ناراضه دي. هم د عبدالله له ډلې څخه او هم د ولسمشر غني. له بلې خوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي ډله هم پر ځای ناسته ده. په دې ترتیب سره د دوی د سیاسي مخالفینو له پاره د نویو کسانو د جذبولو ډیر چانس موجود دی.»

د ملي یووالي د دولت د مشرانو او د هغوی د ملاتړو تر منځ د اختلافونو او خوا بدي نښانې هغه وخت ډیري ولیدلي شوې چې د افغانستان پارلمان د ملي یووالي حکومت له خوا له وړاندیز شویو ۲۵ کانديد وزیرانو څخه یوازي اته تنه یې د اعتماد رایې په ترلاسه کولو وتوانیدل. اوس پارلمارن خپلو ژمنیو رخصتیو ته تللی دی، نو په دې ترتیب سره به افغان حکومت د مارچ میاشتي تر نیمایي پوري هم بشپړه کابینه و نه لري.

پر دې سربیره د سعیدي په خبره پخپله د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر منځ هم ځیني اختلافونه پر ځای دي. هغه وایي چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو او د ټاکنو کمېسیون د اصلاحاتو پر سر اوس هم دواړه مشران یوه تفاهم ته نه دي رسیدلي: «دغه حکومت هم خپلمنځني او حقوقي ستونزي لري او هم له داسې یوه اپوزیسیون سره مخامخ دی چې نوم نه لري خو ډیر پیاوړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د چارو کارپوه میاگل وثیق بیا اوس هم د ملي یووالي حکومت کړنو ته د امید په سترگه گوري او ټینگار کوي چې که ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، له اداري فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو د رامنځ ته کولو او ثبات راوستلو په برخو کې خپلي ژمني عملي کړي نو د هغه په خبره افغانستان اوس هم پر سم لوري روانیدای شي.

وثیق دویچه ویله ته وویل: «دا لاره چې د ملي یووالي حکومت پرې روان دی داسې نه ده چې هیڅ ډول ستونزه و نه لري، یو څه ستونزې شته. تر هغه وخته پورې چې دغه ستونزي هواریږي موږ به لو یو څه سخت حالت سره مخامخ یو.»

د وثیق په خبره د ملي یووالي حکومت په چارواکو کې د دې اراده شته چې افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې پر لور بوځي خو هغه وویل چې په عمل کې د دې ارادې عملي کیدل وخت او زغم ته اړتیا لري.

د دغه کارپوه په خبره د دې له پاره چې افغان حکومت په خپلو چارو کې بریالی شي او د خپلو کړو ژمنو ډیره برخه عملي کړی باید له اداري فساد سره مبارزه وکړي او کار هغو کسانو ته وسپاري چې وړتیا یې لري: «د ملي یووالي حکومت باید داسي کسان په کار وگوماري چې وکولای شي خلکو ته کار وکړي او د حساب ورکووني سیستم رامنځ ته شي. له دې سره به د خلکو باور پر حکومت لا ډیر شي او د راتلونکې له پاره به یې هیله ډیره شي. دا باید د افغان حکومت په کاري لومړیتوبونو کې وي.»

دواړه سعیدي او وثیق پر دې باندي ټینگار کوي چې افغان حکومت باید د اعتماد د رامنځ ته کولو له پاره له اداري فساد سره مبارزه وکړي، پر خپلو ژمنو عمل وکړي او کار مسلکي کسانو ته وسپاري.

افغانستان په داسې حال کې له درو میاشتو راهیسې یوه بشپړه کابینه نه لري چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو سره طالبانو خپل بریدونه ډیر کړي دي. په عین حال کې نړیوال بانک هم ویلي دي چې د ولسمشریزو ټاکنو اوږدیدل او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د دې سبب شوي دي چې د دغه هیواد اقتصاد د ودې کچه په ۲۰۱۴م کال کې ۱.۵ سلنه ته راولوېږي.