1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت پانګوالو ته لا ډیرې اسانتیاوي برابروي

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۱, سه‌شنبه

افغان حکومت د هغو کسانو له پاره لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړې دي چې غواړي په افغانستان کې د لږ تر لږه د یو میلیون ډالرو په ارزښت نوې پانگونې وکړي. کارپوهان په قانوني او عادلانه توگه د دغو امتیازاتو په ویشلو ټینگار کوي.

https://p.dw.com/p/19D8O
An Afghan worker prepares threads at a silk factory in Herat on November 4, 2012. In Herat, once an important stop on the famous Silk Route, a few famlies are struggling to keep a once-splendied silk industry alive amid competition from cheaper synthetic silk from China and Pakistan. The Herat region of northern Afghanistan has historically been the centre of silk production, textiles, and a burgeoning garment industry. However, this industry like the rest of the country was devastated and dismantled by over two decades of war. AFP PHOTO/Aref Karimi (Photo credit should read Aref Karimi/AFP/Getty Images)
Bildergalerie Arbeiter in Afghanistanانځور: Getty Images

په دغو اسانتیاو کې پانگوالو ته په وړیا توگه د فابریکو جوړولو په موخه د ځمکو توزیع، د څو کلونو له پاره له مالياتو او ګمرکي محصول څخه د هغوی معافول، بهرنیو پانګوالو ته د اوږد مهالو ویزو ورکول او په ټیټه بیه پانگوالو ته د بریښنا برابرول شامل دي. په دې ترتیب سره نو هم افغان او هم بهرني پانگوال کولای شي چې له دغو امتیازاتو څخه گټه پورته کړي او په افغانستان کې پانگونې وکړي.

په افغانستان کې له پانګونو څخه د ملاتړ ادارې (ایسا) مشر وفیع الله افتخار، د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې پانګوالو ته د دغو امتیازاتو برابرول له هغوی څخه د افغان حکومت ملاتړ ښيي. هغه هیله څرگنده کړه چې له دې سره په افغانستان کې په میلیونو ډالر پانگونه وشي.

د نوموړي په خبره پانګوالو په افغانستان کې له کلونو راهیسې په صنعتي پارکونو کې د ځمکو له نه لرلو څخه شکایت کاوه. دغه چارواکي روښانه کړه چې اوس افغان حکومت په کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او کندهار ولایتونو کې پانگوالو ته د سلهاو زرو ډالرو په ارزښت وړیا ځمکو له برابرولو سره د هغوی تر ټولو لویه ستونزه له منځه وړې ده. افتخار وویل: «دا د حکومت اراده ښيي چې غواړي پانګونې جذب کړي او د پانګوالو ستونزې حل کړي. دغه پالیسي به د یوه بل کال له پاره هم دوام وکړي. په دې ترتیب سره به هغه تر ۲۰۱۵ کال پورې عملي شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ډیر وخت افغان او بهرني پانگوال په افغانستان کې د پانگونو نه کولو اصلي لاملونه د امنیت نه شتون او د پانگونو په برخه کې د واضیح قوانینو نه شتون په گوته کوي.

افغان حکومت په داسې حال کې د پانګه والو له پاره نوې اسانتیاوې اعلانوي چې د پلان له مخې به د راتلونکې کال تر پایه پورې به په افغانستان کې میشت ټول بهرني جنگي ځواکونه له دې هیواد څخه ووځي. تر دې کال وروسته به د افغانستان ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي. داسې اندیښنې شته چې له افغانستان څخه د بهرنیو جنگیو ځواکونو په وتلو سره به د دغه هیواد امنیتي وضعیت نور هم خراب شي.

د ایسا په وینا نوې اسانتیاوې به یوازې هغو پانګوالو ته برابرې شي چې د لږ تر لږه یو میلیون ډالرو په ارزښت د کانونو، کرهڼي، صنعت او صاداراتو د پراختیا په برخو کې پانګونې وکړي.

حاجي نازک په کابل کې میشت یو تن افغان پانگوال دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د نویو امتیازاتو له اعلانیدو سره په کابل کې له پانگونې سره لیواله شوی دی. هغه وویل: «په کابل کې د دغې طرحې منتظر وم. کله چې ما ته د اړتیا وړ ځمکه راکړل شي نو زه به دلته د اوسپنې د اوبه کولو یوه مجهزه کارخانه جوړه کړم او دلته به پانګونه وکړم.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر افغان اقتصاد پوهان بیا وایي چې دغه امتیازات یوازې په هغه صورت کې گټه ور ثابتیدای شي چې په عادلانه او قانوني ټول توزیع کړای شي. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حمیدالله فاروقي، د قانون د کمزورتیا په صورت کې د دغې پالیسي پلي کیدل یو ستونزمن کار بولي: «تر هغه چې دولت قانوني اقتصاد ته ژمن پاتې نه شي، د قانون واکمنۍ ته ژمن پاتې نه شي، په اړه یي اساسي اقدامات و نه کړي او عملي ګامونه پورته نه کړي، نو زه فکر نه کوم چې دغه ابزار او طرحې موږ هغو اهدافو ته ورسوي چې مونږ یې هیله لرو.»

که څه هم د ۲۰۱۴ کال په رارسیدو او له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو د پروسې له پیل راهیسې د پانګونې بهیر څه نا څه د ملک دننه زیانمن شوی خو لا هم یو شمیر کورني او بهرني پانګه وال په افغانستان کې د راتلونکې په اړه خوشبینه دي او پانگونې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب