1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: وروسته له دې د خصوصي ښونځيو کړنې څارل کیږي

۱۳۹۰ فروردین ۶, شنبه

په افغانستان کی د شخصي ښونځیو د زدکړې په کیفیت باندي د ولسمشرکرزي تر وروستۍ نیوکې وروسته اوس د پوهنی وزارت د دغه راز ښونځیو پر وړاندي د جدي اقدماتو دنیولو خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/RCuz
د کابل يوه ښونځۍ
د کابل يوه ښونځۍانځور: Baraipal

د افغانستان د پوهنې وزارت وایې چې دوی هڅه کوي چي د خصوصي ښونځیو څارنه پیل کړي. ولسمشر کرزي د پوهني د جشن په مراسمو کی په داسي حال کې چی د پوهني وزارت له یو شمیر کړنو خپله خوښي څرګنده کړه خو ویې ویل چی د خصوصي ښونځیو فیس په آسمان او کیفیت یی په ځمکه دی .

د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته د سرکاري ښونځيو تر څنګ په سلګونو خصوصي ښونځي او د لوړو زدکړو پوهنتونونه او انستیتیوتونو په کار پیل کړی. ډیری خلک د دغو ښونځیو او پوهنتونونو په کیفیت شکمن دي او وایې چې هغوي دوکانونو ته ورته چاره پیل کړي ده .

د پوهني وزارت ویاند صف الله صافی د خصوصي ښونځیو په اړه د ولسمشر کرزي د نیوکې ننګه کوي او وایې چې اوس د پوهني وزارت هڅي پیل کړی چی دغه مسله په جدي توګه تعقیب کړي. صافي وويل:

«په دغه وزارت کی د خصوصي ښونځيو لپاره یوه ځانګړي څانګه چی مشري یی یو ریس کوی موجوده ده، او په ورته وخت کی د شخصي ښونځيو لپاره یوه لایحه هم ترتیب سوي ده چې په ترځ کې یې خصوصي ښونځي د پوهني وزارت د لوایحو او قوانینو مطابق کړنو ته را بولي.»

ډیری هغه افغانان چی په ښارونو کی ژوند کوي او اقتصادي حالت یی څه نا څه ښه وي هڅه کوي خپل ماشومان خصوصي ښونځیو ته شامل کړي ځکه هغوي په دی باوري دي چی په دغو ښونځيو کی به لږ تر لږه د دولتی هغو په پرته شرایط ښه وي خو اوس هغوي هم په دغه خیال ډ‌اډمن نه دي. یو شمیر کابل ښاریانو له دویچې ویلی سره په خبرو کی وویل چی دوي اوس په دی پوه شوي چی په یو شمیر خصوصي ښونځيو او د لوړو زدکړو په موسسو کی په سمه توګه د دوي ماشومانو ته زدکړي نه ورکول کیږي او په دي چی اوس یی ماشومانو خپل ډیري زدکړي په همدغو ښونځيو کی کړي دوی نسي کولای هغوي له دغو ښونځیو را وباسي.

دا په داسي حال کی ده چی د پوهنی وزارت ویاند ښاغلی صافی وايي که دوي چیرته له داسي یوه ښونځي سره مخ سي چی هغه د پوهني وزارت د اصولو مطابق کار و نه کړي نو دوي به یی ژر تر ژره وتړي.

په خصوصي ښونځیو کی د بي تجربې او لږ عمره ښونکو موجودیت بله مهمه ستونزه ده چی خلک ورته د نیوکي ګوته نیسي. خو دا چی د پوهني وزارت به وکولای سي چی په سلګونو خصوصي ښونځي وڅاري دې ته به وخت ځواب ووای.

د پوهني وزارت رسمي شمیري ښيي چی دمګړۍ ۵۰۰ خصوصي ښونځي چې له ۲۰۰ څخه ډير یی په کابل کی جوړ سوي د ملک دننه فعالیت کوي چی د زدکونکو شمیره یی لسګونو زره ته رسیږي.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی