1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: په زندانونو کي شکنجې ترسره سوي دي

نجيب الله زيارمل (afp,dpa)۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

افغان حکومت دا ومنله چي د دغه هيواد په زندانونو کي په پراخه کچه شکنجې او زورزياتی تر سره سوی دئ. په جنورۍ مياشت کي د ملگرو ملتونو په يوه راپور کي راغلي ول چي د دغه هيواد په زندانونو کي له بنديانو سره سخت بد چلند کيږي.

https://p.dw.com/p/17boP
Zwei gefangene Afghanen kauern am 22.05.2010 mit Kabelbindern gefesselt und mit geschwärzten Schutzbrillen auf dem Boden am Flughafen von Kabul. Er war zuvor von afghanischen und amerikanischen Soldaten in der Taliban-Hochburg Helmand gefasst worden und soll wegen Terrorismus und Drogenanbau angeklagt werden. Die Amerikaner, die am Hindukusch den Ton angeben, haben den Beginn des Abzugs ihrer Truppen für Juli kommenden Jahres angekündigt - obwohl sich die Lage nicht verbessert, sondern dramatisch verschlechtert hat. Ein Kenner des Landes spricht vom "Endspiel" in Afghanistan. Foto: Can Merey (zu dpa Themenpaket "Friedens-Dschirga" Wiederholung am 01.06.2010)
Zwei gefangene Afghanen in Afghanistanانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۰) په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي، چي د ولسمشر کرزي له خوا د ټاکل سوي کمېسېون راپور ښيي چي د دغه هيواد په زندانونو کي له بشري حقونو څخه سختي سرغړوني سوي دي.

د کمېسيون په راپور کي راغلي دي، چي د پوښتل سوو بنديانو ډيری ئې په زندانونو کي له شکنجو، زورزياتي او حتی جنسي تيرو څخه شکايت کړی دئ.

په دغه راپور کي دغه راز زياته سوې ده چي بنديان و مدافع وکيل ته هم لاس رسی نه لري.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې بيانيه کي نه دي راغلي چي د دغه کمېسيون تر راپور وروسته دوی څه نتيجې ته رسيږي يا څه اقدام به کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له هغه وروسته د پوښتنو گروېږنو له پاره يو کمېسيون وټاکه چي د روان کال د جنورۍ په مياشت کي د ملگرو ملتونو په يوه ۱۳۹ مخيز رپوټ کي د دغه هيواد په زندانونو کي د سختو زور زياتيو په اړه معلومات خپاره سول.

د ملگرو ملتو په دغه رپوټ کي راغلي ول چي د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت په زندانونو کي بنديان شکنجه کيږي، زورزياتی ورسره کيږي او حتی جنسي تيری ورباندي سوی دئ.

په رپوټ کي زياته سوې وه چي له بنديانو څخه نوکان ايستل سوي، برقي جټکې ورکړل سوي او په مرگ کواښل کيږي.

په روان وخت کي په افغانستان کي له ايساف ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواک ته په دغه هيواد کی د ټولو زندانونو د مسئوليت سپارلو پروسه روانه ده.

پر دې باندي بيا تر ټول سخت ولسمشر حامد کرزی ټينگار کوي، چي د هيواد د ټولو زندانونو مسئوليت بايد افغانانو ته وروسپارل سي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره کرزی په افغانستان کي د زندانونو موضوع ملي حاکميت بولي.

په افغانستان کي د رسمي زندانونو تر څنگ په ليري پرتو سيمو کي يو شمېر شخصي زندانونه هم سته چي د ملگرو ملتونو له خوا په خپاره سوې رپوټ کي نه دي راغلي.

په دغو زندانونو کي چي د محلي چارواکو له خوا جوړ سوي دي سختي شکنجې ترسره کيږي.