افغان حکومت یو اخراج شوی افغان بیرته آلمان ته لېږلی

له آلمان څخه کابل ته د سه شنبې په ورځ د ۳۶ اخراج شویو پناه غوښتونکو له ډلې څخه یو یې بیرته آلمان ته لیږدول شوی دی. افغان چارواکي وایي چې هغه یې د رواني ناروغۍ له کبله نه دی منلي او بیرته یې استولی دی.

دغه ۲۳ کلن رد شوی افغان پناه غوښتونکی چې په آلمان کې جرمي سابقه هم لري، اوس یو ځل بیا آلمان ته رسیدلی دی. د «فرانکفورتر روندشو» ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د هيسن ایالت د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې دغه کس به آلمان ته تر رسیدو وروسته، یو ځل بیا د رد شویو مهاجرو توقيف ځای ته ولیږدول شي.

د دې رسنې په خبره اوس نو آلماني ادارې د دې خبرې معلومولو په لټه کې دي چې ولې افغان حکومت دغه کس نه دی منلی. زیاته شوې ده چې د دغه افغان هویت په آلمان کې د افغانستان قنسلګرۍ تايد کړی وو.

خو د افغانستان د مهاجرو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدونکو د حقوقي ملاتړ ریاست مشر مرتضا رسولي، دویچه ویله ته وویل چې دغه کس ځکه بیرته آلمان ته واستول شو چې څرګندي روانې ستونزې یې لرلې. هغه زیاته کړه چې د آلمان او افغانستان حکومتونو یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې د ناروغانو په ګډون «اسیب پذیره» کسان نه شي اخراجیدای.

رسولي زیاته کړه: «دغه کس رواني ناروغ وو او روغتیایي ستونزه یې لرله. له همدې کبله د دواړو اړخونو د ګډې پریکړې په پایله کې بیرته آلمان ته واستول شو.»

د رسولي په خبره دغه کس به تر هغه وخته پورې په آلمان کې وي چې روغتیایي وضعیت یې سم شي، ځکه په افغانستان کې د ځینو ناروغیو د درملنې امکانات کم دي.

جرمي سابقه

د آلماني چارواکو د معلوماتو له مخې دغه کس تر دې مخکې څو وارې په جرمونو متهم شوی چې پکې د نورو کسانو ژوبلول او غلاوي هم شاملې دي. خو رسولي روښانه کړه چې دغه کس د هغه د جرمي سابقې له کبله نه، بلکې د روغتیایي لاملونو په خاطر بیرته آلمان ته استول شوی دی.

رسولي وویل: «کله چې موږ په هوایي ډګر کې د هغه هرکلی کاوه، نو له ورایه ښکارېده چې دغه کس نورمال نه دی او روغتیایي ستونزي لري [...] دغه کس خبري نه شوای کولی او هلته شته ډاکټرانو چې له راستانه شوو سره روغتیایي مرستي کوي، تاید کړه چې هغه رواني ستونزي لري.»

له ۲۰۱۵م کال راهیسې ډیرو افغانانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې، خو زیات یې په دې هیواد کې نه دي منل شوي او یو شمیر یې باید بیرته افغانستان ته واستول شي. که څه هم د مهاجرو د حقونو مدافع سازمانونه وایي چې د افغانستان شرایط د مهاجرو د اخراج له پاره مناسب نه دي، خو بیا هم د آلمان حکومت وخت نا وخت په ډله ایزه توګه افغانان کابل ته اخراجوي.

زموږ له ارشيف څخه:

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

د زده کړې صنف

له ۲۰۰۸م کال راهیسې تر اوسه ۱۳ زرو هغو مهاجرو چې له بیلا بیلو هیوادونو افغانستان ته بیرته راغلي په دغه موسسه کې حرفوي زده کړي کړي او د کار په بازار ته ننوتي دي.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

الکترونیک

«هېلپ» یوه نړیواله آلمانۍ موسسه ده چې له ۱۹۸۱م کال راهیسې د افغانانو له پاره فعالیت کوي او په هرات او بامیان ولایتونو کې دفترونه لري.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

ترکاڼي

هر کال له آسیایي او اروپایي هیوادونو څخه بیرته راستانه شوي ۱۵۰۰ افغان مهاجر دغي موسسې ته جذبیږي او په دغه ځای کې اړینې زده کړې تر لاسه کوي. په هرو شپږو میاشتو کې ۳۰ نارینه د نجارۍ له څانگې فارغیږي.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

د غالیو اوبدل

د هېلپ موسسې د حرفوي او مسلکي برخې ۶۵ سلنه زده کړیالان ښځي دي. د غالۍ اوبدلو په برخه کې ۲۴ میرمنې بوختې دي. دغه میرمنې د دوو میاشتو په اوږدو کې یوه قالین اوبدي چې دوه متره اوږدوالی او یو متر پلنوالی لري.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

غالی اودل

هغه میرمنې چې د زده کړې دوره یې په بریالۍ توگه سر ته رسولي وي، د یوه شخصي کاروبار د پیلولو امکانات هم له دغي موسسې څخه تر لاسه کوي. د غالۍ اوبدلو د څانگې کار کوونکي پر یوې غالۍ د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل یو انځور اوبدي.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

پخلنځای

په دغه برخه کې ۲۴ میرمنې چې زیاتره یې له آسیاسي هیوادونو څخه اخراج شوي مهاجرین دي، د کیک او نورو خوړو د تیارولو زده کړې کوي.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

پخلنځای

میرمنې د زده کړو تر ختمیدو وروسته یو سند په لاس راوړي او د یوه رستورانت او يوه شخصي پخلنځای په برخه کې ملاتړ تر لاسه کوي.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

خیاطي

په دغه څانگه کې ۲۷ میرمنې د شپږو میاشتو په اوږدو کې د خیاطۍ بیلا بیلې زده کړې تر لاسه کوي.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

خیاطي

په دغه څانگه کې هره ورځ د ښځو تر لسو جوړو زیات کالي گنډل کیږي.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

خیاطي

د خیاطۍ څانگه په هېلپ موسسه کې یوه له محبوبو کاري څانگي څخه شمیرل کیږي.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

د موبایل تخنیک

د موبایل یا گرځنده تلیفونونو د جوړولو څانگه هم شته چې ډیر شمیر مینه وال لري.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

نلدواني

د نارينه وو له پاره د نورو حرفوي زده کړو ترڅنگ د نلدوانۍ څانگه هم شته چې ډیر کسان هم له دغې څانگې فارغه شوي او په کار بوخت دي.

د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې

د لبنیاتو پروسس

دا چې په افغانستان کي زراعت او مالداري زياته ده، د لبنیاتو د پروسس څانگه د ښځو له پاره ځانگړي اهمیت لري. ښځې کولای شي چې له دې لاري د خپل ځان له پاره د لبنیاتو تولید او بسته بندۍ زده کړي او له اقتصادي اړخه پر خپل ځان بسیا شي.