1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کې د يو شمير افغان خبريالانو تحصن

۱۳۹۶ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

په ترکيه کې يو شمير افغان خبريالانو په تحصن لاس پوري کړی دی. دوی دغه اعتراض د ملګرو ملتونو له خوا د هغوی دوسيو ته د نه رسيدګۍ له امله کړی دی.

https://p.dw.com/p/2kIQD
Afghanistan Journalisten protestieren vor dem Sitz der UNHCR
انځور: Framarz Sina

د دغو خبريالانو شمير چې شپږو تنو ته رسيږي، د سه شنبې په ورځ يې په انقره کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته خپل تحصن پیل کړ. دغو افغان خبريالانو له دويچه ويله سره په تليفوني خبرو کې وويل، تر هغې چې ملګرو ملتونو يې غوښتنو ته رسيدګي نه وی کړي اعتصاب به يې ادامه ولري.

د دغې ډلې وياند رضا اديب وويل چې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر له خوا د دوي دوسيو ته نه رسيدګي او په ترکيه کې مخ پر ډيريدونکو ورځنيو ستونزو دې ته اړ کړل چې لاس په تحصن پورې کړي.

ادیب دغه راز د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر په دوګوني چلند تورن کړ: «د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر د افغان او نور هيوادونو پناه غوښتونکو تر منځ ښکاره تبعيض کوي، دوی عملا د مهاجرو په چارو کې نړيوال قوانين نقضوي. تر دې علاوه، دغه سازمان بايد خبريالانو ته د ټولني د يوې ځانګړي ډلې په توګه خاصه پاملرنه وکړي، خو له بده مرغه په دې برخه کې د دوی نه پاملرنه بيخي ښکاره ده».

د معترضو افغان خبريالانو له ډلې څخه عباس غزنوي وویل چې نور په ترکيه کې ژوند ورته ډير سخت شوی دی. هغه غواړي چې د پناه غوښتني ته يې رسيدګی وشي: «د ملګرو ملتونو له دفتر څخه مو غوښتنه دا ده چې زموږ دوسيو ته دې پاملرنه وکړي. موږ دلته خوندي نه يوو. ملګري ملتونو بايد موږ ته په يوه امن هيواد کې د اوسيدو شرايط برابر کړي».

ويدا بره کي بله افغانه خبرياله ده چې په ترکيه کې ژوند کوي. هغې هم دويچه ويله ته وویل چې ملګري ملتونه يې بايد غوښتنو ته رسيدګي وکړي: «څو ځله مو د ملګرو ملتونو دفتر ته مراجعه وکړه خو موږ ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې او نه يې هم کوم اقدام ترسره کړی دی».

دغه افغان خبريالان وايي چې دوی د ترکيې په ليرو پرتو ولایتونو کې ژوند کوي او د خپلو پناه غوښتني کارونو له پاره مجبور دي چې اوږده سفرونه وکړي. دوی وايي چې د تيرو دوو کلونو هلو ځلو يې کومه ګټه نه ده کړې او په بشپړ بې برخليکه حالت کې ژوند کوي.

غزنوي زياته کړه: «وروسته له ډير هڅو بلاخره موږ پوه شولو چې ملګري ملتونه زموږ په اړه کاملاً بې تفاوته دي، په ځانګړي توګه د خبريالانو پر وړاندي. موږ اوس په ډير بد حالت کې ژوند کوو.

له ګواښونو څخه تيښته

دغه افغان خبريالان وايي چې په افغانستان کې د امنيتي ګواښونو له وجې دې ته اړ شول چې خپل هيواد پريږدي. دوی زياتوي چې اوس بيرته خپل هيواد ته د تلو امکانات هم نه لري او هغه په دې دليل چې کيدای شي د تروريستي ډلو له خوا په نخښه شي.

ويدا بره کي وويل: «‌زه په افغانستان کې په امن کې نه وم، ځکه نو مجبوره شوم چې خپل هیواد پرېږدم».

بل افغان خبريال فرامرز سينا، هم د ملګرو ملتونو له دفتره غواړي چې د دوي برخليک دې ورمعلوم کړي: «که چيري موږ د راتلونکو پړاوونو له پاره د شرایط وړ نه وو په هغه صورت کې يې بايد موږ ته ويلي وای چې تاسو د [پناه اخيستنې] مستحق نه ياست او بيرته خپل هيواد ته ولاړ شئ».

په ترکيه کې د ناامنۍ احساس

په ترکيه کې متحصن افغان خبريالان وايي چې دوی په ترکيه کې خوندي نه دي او داسې ډلې چې په احتمالي توګه دوي په نخښه کړي، ډيري دي. دوی زياتوي چې د خپلې او کورنۍ د بې برخليکې له وجې له رواني ستونزه سره مخامخ شوي دي او نه پوهيږي چې په راتلونکې کې به څه کيږي.

فرامرز سينا وويل: «هر خبريال له ستونزو سره مخ دی. تر ټولو مهمه د امنيت موضوع ده». دغه خبريالان وايي چې د پناه غوښتونکو د دوسيو په څيړلو کې عدالت په پام کې نه نيول کيږي. د دوی په وینا، دا چې افغان پناه غوښتونکي له پامه غورځول شوي دي په يو نامعلوم حالت کې ژوند کوي.

زموږ له ارشيف څخه: