1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان دولت ازادي رسنۍ انحصاروي»

۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبه

په کابل کي د حق او عدالت گوند ادعا کړې ده چي د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د رسنیو د انحصار طرح جوړه کړې ده او ډیر ژر به ئې د وزېرانو شورا ته وړاندي کړي. خو د اطلاعاتو او فرهنگ وزات دغه ادعا بې اساسه بللې ده.

https://p.dw.com/p/16LuY
انځور: DW

په کابل کي د دغه گوند مرستیال، معین مرستیال نن یکشنبې (د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۷مه) په يوه خبري غونډه کي وویل، چي د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ولسمشر په لارښوونه داسي یوه طرح جوړه کړې ده چې پر بنسټ به ئې آزادي رسنۍ د دولت تر انحصار لاندي کړي او خپروني به ئې محدودي کړل شي.

د ښاغلي مرستیال په وینا دا طرح سبا د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر۸مه) د وزیرانو شورا اوونیزي غونډي ته د تصویب له پاره وړاندي کیږي:

«امکان لري چې سبا دغه طرح د وزېرانو شورا له خوا تصویب شي. که دا کار وشو زموږ له پاره به ډېري ستونزي وزېږوي. طرح تراوسه نه ده افشا شوې او نه ئې هم متن خپور شوی دئ خو هغه څه چې ښکاره دي، هغه په دغه طرحه کي د رسنیو له قانون څخه سرغړونه ده.»

ده له سیاسي گوندونو او رسنیو څخه وغوښتل، چې د حکومت د دغه ناقانونه کار پر وړاندي سره همغږې شي او پرې نه ږدې چې په هېواد کې د بيان آزادي له گواښ سره مخامخ کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د تېري پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۴مه) په کابل کې په يوه خبري غونډه کي پر رسنیو نیوکه وکړه چې ځیني خپروني ئې د هېواد له ملي گټو سره په ټکر کي دي.

سره له دې چې تردې دمه د حکومت له خوا پر رسنیو د انحصار یا بندیز کومي ښکاره بولگې نه دي لیدل شوي، خو یو شمېر خبریالان بيا وار د مخه په دې برخه کې اندېښمن دي.

افغان خبریال نجیب امیري دويچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، چي لومړی باید په هېواد کې ملي گټي تعریف او بیا ئې په اړه رسنیو ته سپارښتنه وشي:

«اول خو دانه ده معلومه چې ایا دولت ریښتیا هم پر ازادو رسنیو د انحصار تصمیم لري او کنه؟ که چېري داسي وي نو زه د یوه خبریال په توگه له دغه کار سره مخالف یم او اندېښنه هم لرم، خو یوه بله خبره، چې د ولسمشر په گډون زیاتره دولتي چارواکي ئې د ملي منافعو په برخه کي کوي، موږ وايو چي لومړی باید ملي منافع تعریف شي او بیا دي د رسنیو په قانون کې په وضاحت درج شي.»

خو د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت چارواکي پر رسنیو باندي د دولت د انحصار ادعا ناسمه بولي او وايي چي د ولسمشر کرزي د حکم له مخي رسنۍ د ملي گټو سره سمو خپرونو ته هڅوي. د دغه وزارت سلاکار جلال نوراني وايي:

«ښاغلي کرزي تېره اوونۍ په ښکاره ټکو رسنیو ته وویل چې باید د دښمن په گټه تبلیغ ونه کړي! خلک مه ناهیلي کوﺉ! کله چي ولسمشر ووايي طبعي خبره ده چي اړوندي ادارې باید هغه غوښتني تعقیب کړي.»

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت نزدې ۶ میاشتي پخوا د رسنيو د نوي قانون یوه ۱۱۰مادیزه مسوده جوړه او بیا د ارزوني له پاره په رسنیو کي چاپ کړه، چي په هغه وخت کي هم د رسنیو د دفاع یو شمېر ټولنو دا یوه گونگه مسوده و بلله.

محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل