افغان دولت پر پاکستاني ورځپاڼو بندیز ولګاوه
۱۳۹۱ مهر ۱, شنبهویل کیدل چې په دغو ورځپاڼو کې د افغانستان د ملي منافعو ضد تبلیغات کیږي چې پر ولسونو بدي اغیزي لري.
پر ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو سربیره ان د پلازمینې کابل په یو شمیر ورځپاڼه پلورنځایونو کې هم تر دې دمخه د مشرق، وحدت، اتقاق اسلام او داسي نوري پاکستانۍ ورځپاڼې د خرڅلاو له پاره وړاندې کیدې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر پاکستاني ورځپاڼو ئې بندیز لگولی دئ.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې ډیرې هڅې ئې د تورخم پر پوله پيل کړي دي چې ملک ته د پاکستاني ورځپاڼو د رسیدو مخه ونیسي.
د خبرپاڼې له مخې سرحدي پولیسو ته دنده سپارل شوې، چې د ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو له بازارونو څخه ټولې پاکستانۍ ورځپاڼې را ټولي کړي.
ویل کیږي چې افغان حکومت دا پریکړه په دې نیت کړې ده، چې د وسلوالو طالبانو د تبلیغاتو مخنیوی وکړي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا پاڼه کې دا هم راغلي دي چې دا ورځپاڼې د وسلوالو طالبانو د يو شمیر ځانگړو کړيو داسې مطالب خپروي چې د افغان ولس اندیښنه راپاروي د هغوي په زیان دي.
د کورنيو چارو وزارت بله نيوکه دا کوي چې گواکې دغه ورځپاڼې په خپلو ليکنو کې افغان امنيتي ځواکونه په نښه کوي او پر ضد ئې مقالي او تبصري خپروي چې د دغو ځواکونو پر صداقت او ریښتینولي باندې خلک شکمن کړي.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې افغانستان ته راتلونکې ډیری پاکستاني ورځپانې د افغانانو له دودنو، دين او کلتور سره په ټکر کې مطالب خپروي او دا د افغانانو له پاره د نه منلو وړ خبره ده.
میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش