1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سرتیري يو امریکايي عسکر وواژه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه

یوه افغان سرتیري د جمعې په ورځ یو ځل بیا پر بهرنیو ځواکونو ډزي کړي دي او يو امریکایي سرتیری ئې وژلی دئ او شو دوه نور ئې ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/14txy
انځور: AP

له دې سره نو د روان کال له پیل څخه را په دېخوا په ورته پیښو کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو شمیر شل تنو ته ورسید. دغه سرتیري په ۱۵ بیلابیلو بریدونو کې وژل شوي دي.

د داسې پېښو له کبله اوس په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه له یوې لویې ننگونې سره مخامخ شوي دي ځکه چې هغوی غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد پوځ دې ته چمتو کړي چې تر دې نیټې وروسته د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

وروستۍ پېښه د کنر په ولایت کې رامنځ ته شوې ده. د دې ولایت د امنیې قوماندان ویلي دي: «یوه افغان سرتیري په کنر ولایت کې د افغان ځواکونو په یوې قرارگاه کې پر امریکايي سرتیرو باندې ډزې کړي دي چې په پایله کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی دئ او دوه نور ټپیان شوي دي.»

د کنر د امنیې د قوماندان په خبره پېښه د جمعې په ورځ سهار وختې رامنځ ته شوي ده. هغه ویلی دي چې تر پېښې وروسته برید کوونکی توانیدلی دئ چې له سیمې څخه وتښتي. طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو هم پېښه منلې ده. خو د ناټو د پالیسي له مخې ئې د وژل شوي وگړي په اړه نور معلومات ور نه کړل. ناټو ویلي دي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

په کابل کې پوځي روزنې د مرکز قوماندان امین الله پتياني، وایي چې دوې ځینې مرحلي په پام کې نیولي دي چې له مخې ئې هغه کسان جې د اوردو لیکو ته د داسې بریدونو د تر سره کولو په موخه راداخل شوي وي پیژندل کیږي او بیا د قانون منگلو ته سپارل کيږي.

په وروستیو کې د افغان سرتیرو له خوا د ناټو پر ځواکونو بریدونه ډیر شوي دي. د داسې پېښو د مخنیوي له پاره ناټو په یو لړ مخنیوونکو اقداماتو هم لاس پور کړ چې پکښې د بهرنیو سرتیرو په هره ډلې کې د داسې سرتیرو مشخصول هم شامل دي چې له دې ډلې څخه ساتنه وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل