1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سرتیري پر بهرنیو سرتیرو ډزې وکړې

۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه

ایساف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د ملي اردو یوه سرتیري د لغمان په ولایت کې پر بهرنیو ځواکونو باندې ډزې کړي دي چې په پایله کې ئې بهرنیو ځواکونو ته تاوان نه دﺉ رسیدلی خو پخپله برید کوونکی وژل شوی دﺉ.

https://p.dw.com/p/15mAm
انځور: AP

د ایساف یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ دا خبر تايیدولای شو چې په لغمان ولایت کې د ملي اردو یوه سرتیري د ایساف پر ځواکونو باندې ډزې وکړې. د ایساف ځواکونو هم پر هغه باندې ځوابي ډزې کړي دي چې په پایله کې ئې برید کوونکی وژل شوی دئ.»

د ایساف دې ویاند زیاته کړه چې په دې برید کې هیڅ یو بهرنۍ سرتیری نه دئ وژل شوی. خو د ناټو د پالیسي له مخې ئې و نه ویل چې ایا په پېښه کې کوم بهرنی سرتیری ټپي شوی دئ او که نه.

دا د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ایساف پر سرتیرو باندې وروستی برید دئ. په وروستیو کې د دغه ډول پېښو شمیر زیات شوی دئ. یوازې په روان کې په افغانستان کې ۲۲ دغه ډول بریدونه شوي دي.

تر دې پخوا د سه شنبې په ورځ هم په یوه ورته پېښه کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو. د سې شنبې د ورځې په پېښه کې دوو کسانو چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم ئې اغوستی وو پر خپلو امریکایي ملگرو باندې ډزې وکړې. امریکايي ځواکونو ویلي دي چې دواړه برید کوونکي ئې نیولي دي او پلټڼي ورڅخه کوي.

د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې پر بهرنیو سرتیرو باندې بریدونو ته د «زرغون پر شین بریدونو» نوم هم ورکړل شوی دئ. د سه شنبې د ورځې په برید کې د امریکایي سرتیري له وژل کیدو سره په روان کال کې د دغه ډول بریدونو په پایله کې د وژل شوو بهرنیو سرتیرو شمیر ۳۰ تنو ته رسیدلی دئ.

طالبان له دغو بریدونو څخه د یو شمیر پړه پر غاړه اخلي. هغوی ادعا کوي چې د ملي اردو او پولیسو په صفوفونو کې ئې نفوذ کړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض