1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانانو ته به د عربي اماراتو د ویزو وېش پيل شي»

۱۴۰۱ خرداد ۳, سه‌شنبه

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وایي چې تر اوو مياشتو ځنډ وروسته د افغانان له پاره د متحده عربي اماراتو د وېزو د خلاصېدو خبره شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Bnid
UAE Visa-Amnesty für Gastarbeiter in Sicht
انځور: picture-alliance/AP-Photo/K. Jebreili

د دې شورا مشر عبیدالله صدرخېل دویچه ویله ته وویل چې د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره په لیدنه کې چې د طالبانو چارواکي هم حضور درلود د متحده عربي اماراتو چارواکو د افغان سوداګر او کارګرو د وېزې خلاصولو خبره کړې ده.

صدرخېل زیاتوي چې د متحده عربي اماراتو چارواکو له خوا دغو غوښتنو ته په ځواب کې چې په افغانستان کې  خپلې تجارتي اړیکې ګړندي کړي مثبت ځواب ورکړل شوی او طالبانو ته يې د امنیت د تضمینولو په موخه وړاندیزونه کړي دي.

هغه وویل: «عربي امارات دا نه غواړي چې د خپلو پروازونو یا وېزو وېش افغانانو ته شروع کړي ترڅو چې د پخوا په څېر د کابل د هوایي ډګر قرارداد لکه په پخواني حکومت کې چې د انتقالولو او امنیتي برخو قرارداد د اماراتو له کمپنۍ سره وو ځکه دوی ډارېږي چې له افغانستان څخه خلک ځي او راځي دې ملک ته ګواښ پېښ نه کړي. نو اوس دوی له نوي حکومت سره کار کوي چې پورته برخو قرارداد امضا شي او خپل پروازونه او وېزې خلاصي کړي.»

تازه د طالبانو حکومت او ماراتو چارواکو ترمنځ د هوایې ډکر د همکاریو پرېکړه هم شوې ده چې په پر بنسټ یې د کابل په ګډون د افغانستان د درو هوایي ډګرونو د ځمکني خدماتو قرارداد د عربي اماراتو ته سپار شوی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې تر راتلونکې اونۍ پورې به د متحده عربي اماراتو ویزې د افغانانو پر مخ پرانیستل شي.

تر دې مخکې د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مطبوعاتي دفتر په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ملا عبدالغني برادر د خپل سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغان مهاجرو او پانګوالو د ستونزو او وېزې د ورکړې پر سر خبرې کړي دي.

په دغه ټویټ کې د عربي چارواکو د مثبت ځواب خبره هم شوې ده.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د معلوماتو پر بنسټ شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کې مېشت دي چې زیاتره یې پانګوال او سوداګر دي.

په متحده عربي امارتو کې یو سوداګر محمد ابراهیم دویچه ویله ته وویل چې له څو میاشتو را په دېخوا افغان سوداګر په دغه هېواد کې پر وېزې سربېره نورو دولتي چارو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

محمد ابراهیم وویل: «دلته په اماراتو کې د وېزو مشکلات شته، سفارت کې پاسپورټ نشته. له اوله به یې پر پاسپورتونو باندي اسټکرې لګولې چې په هغه کې هم ستونزې پیدا شوې د اماراتو حکومت وېزې نه لګولې. د خلکو وېزې نه لګول کېږي د ځینو وېزې خلاصې شوي، په ځينو ادارو کې اوس برېښنایي تذکرې غواړي نو په دغو ستونزو کې خلک بند پاتي دي.»

د سرچینو د معلوماتو له مخې د پخواني حکومت پر مهال هره ورځ څو پروازونه له افغانستان څخه متحده عربي اماراتو ته کېدل چې د طالبانو حکومت په راتګ سره پروازونه محدود شوي او وېزې هم له اووه میاشتو راهیسې بندې شوې دي.

د ويزو په بندښت سره ډېری هغه افغانان له ستونزو سره مخ شوي چې متحده عربي اماراتو ته يې د کار او سوداګرۍ له پاره سفر کاوه.

محمد میرویس اسلمي