1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغان عسکران بايد له پاکستان څخه خپلي کورنۍ را وباسي"

۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت خپلو هغو پوځي منسوبينو ته چي کورنۍ يا خپلوان ئې په پاکستان دي، ويلي دي چي خپلي کورنۍ دي افغانستان ته را ستنې کړي.

https://p.dw.com/p/145Yl
انځور: DW

ويل شوي دي چي د دفاع وزارت دغه تصميم په دې وجه نيول شوی دئ چي د افغانستان په ملي پوځ کي د طالبانو د نفوذ او شموليت مخه ونيوله شي.

دغه نوې پاليسي تر يو لړ هغو پيښو وروسته تر لاس لاندي نيول کيږي چي په هغو کي ويل شوي دي چي يو څو تنو افغان سرتيرو د ياغيانو په دستور د ناټو پر ځواکونو باندي خونړۍ حملې وکړې.

په کندهار کي د ملي پوځ د يوې پوځي قطعي قوماندان، عبدالحميد حميد د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: «موږ ته امر شوی دئ چي خپلو هغو سرتيرو او پوځيانو ته چي خپلوان ئې په پاکستان کښي اوسيږي، افغانستان ته ئې را ستانه کړي.»

حميد زياته کړه: « دغه پاليسي لا تراوسه په بشپړه توګه نه ده عملي شوې.»

دغه افغان قوماندان يادونه وکړه چي ډيری هغه سرتيري چي په کندهار کي ملي پوځ ته جذب شوي دي، خپلوان او کورنۍ ئې په پاکستان کي ژوند کوي.

ويل کيږي چي د افغانستان د روان بغاوت ريښې د پاکستان په دننه کي اوبيږي او د شاوخوا لسو کلونو راهيسي د افغان ملي پوځ او نړيوالو ځواکونو پر ضد جنگیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وويل:«د نوو سرتيرو په جلب او جذب کي اوس موږ ټينګ مقررات ټاکلي دي. هغه کسان چي په پاکستان کي کورنۍ لري، هغوی تر سختو امنيتي پلټنو لاندي نيول کيږي.»

د رپوټونو له مخي هغه افغان سرتيري چي د جنورۍ په مياشت کي په کاپيسا کي فرانسوي سرتيري ووژل، مخکي له دې چي په ملي اردو کي جذب شي پيښور ته تللی وو.

د افغان چارواکو د وينا له مخي د پاکستان سرحدي سيمي د طالب ياغيانو او القاعدې شبکې د فعاليتونو په مرکزونو بدلي شوي دي.

د هغو محرمو اسنادو له مخي چي د نړيوالو رسنيو لاس ته ورغلي دي، په افغانستان کي د ناټو شپږ فيصده مرګ ژوبله د«افغان ملي اردو د سرتيرو» د حملو په نتيجه کي رامنځته شوې ده.

د رپوټونو له مخي په تيرو څلور کلونو کي د ناټو ځواکونو پر ضد په ۴۰ حملو کي افغان سرتيرو لاس درلود. يوازي تير ميلادي کال دغه ډول ۱۸ حملې تر سره سوي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل