1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان قونسل عبدالحالق فراهي افعان دولت ته وسپارل شو.

۱۳۸۹ آبان ۲۳, یکشنبه

په خوست کی افغان چارواکی وایی چی په پاکستان کی دوکاله مخکی تښتول شوی افغان قونسل عبدالخالق فراهي په نوموړي ولايت کي امنيتي چارواکو ته وسپارل شو.دا چي چا د هغه په ژغورنه کيمينځ ګړيتوب کړي، جزييات بربنډ شوي نه دي

https://p.dw.com/p/Q8AC
عبدالخالق فراهی په پاکستان کی د افغانستان د پخوانی قونسل
عبدالخالق فراهی په پاکستان کی د افغانستان د پخوانی قونسلانځور: DW/Zaher

په پاکستان کې د افغانستان پخواني قونسل او نومول شوي سفير عبدالحالق فراهي چې څه د پاسه دوه کاله وړاندې په پاکستان کې تښتول شوى وو، نن سهار د افغانستان دولت ته د خوست په ولايت کې سپارل شوى، په همغه مهال د فراهي د تښتوني مسؤليت د پاکستانيو طالبانو لخوا پر غاړه اخيستل شوى وو.

د خوست ولايت د ملي امنيت رئيس اخترمحمد ابراهيمي دويچه ويلې المان غږ راډيو ته وويل چې فراهي نن سهار وختي د خوست ملي امنيت سپارل شوى، ښاغلي ابراهيمي وويل چې د عبدالحالق فراهي روغتيايي وضيعت ښه وو، او د څو ساعتونو لپاره د دوۍ په رياست کې وو، خو په وينايې نن سهار په ٩ بجو يې پلازمينې کابل ته انتقال کړى، د خوست د ملي امنيت رئيس دا يو شخصي راز وبله چې ووايي ، عبدالحالق فراهي افغان دولت ته د چا لخوا او دخوست په کومه سيمه کې سپارل شوى.

فراهي د پېښور په حيات اباد سيمه کي هغه وخت د نامالومو وسلوالو كسانو لخوا وتښتول سو كله چې هغوى د نوموړي موټر چلوونكى په ګوليو وواژه، خو تر اوسه پوري يې کومي ډلي مخامخ د تښتوني مسئوليت پرغاړه نه وو اخيتستي.

د افغان پارلمان غړي او ځيني حکومتي چارواکي د نوموړي په تښتونه د پاکستان پراستخباراتي شبکه شکمن وو.

حاجي عبدالخالق فراهي د ښه کار او وړتيا له مخي په اسلام آباد کي د ولسمشر کرزي له خوا د سفير په توګه ټاکل سوى وو، خو د نوې دندې تر پيل له مخه ترى تم سو.

څو مياشتي دمخه په رسنيو کي د ښاغلي فراهي د ناروغۍ خبرونه خپاره سول، چي روغتيايي حالت يې خراب ښودل سوى و، خو اوس داسې ويل كېږي چې د نوموړي روغتيايي حالت د ډاډ وړ ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفير مجنون ګلاب ځاځي څه وخت مخكې ويلي وو چې له دوي سره طالبانو نېغ په نېغه هيڅ اړيکه نه ده ټينګه کړې، خو داسې راپورونه دوي ته هم رسيدلي چې دافغانستان تښتول سوي سفير حاجي عبدالخالق فراهي د پاکستاني طالبانو سره دي او هغوي يې په بدل کې 25 کروړه روپۍ تاوان او د خپلو 30 ملګرو د خلاصون غوښتنه كوي. نوموړي ويلي وو: که داغوښتنه سوې هم وي نو د پاکستان د حکومت څخه به سوې وي ، په افغانستان پورې اړه نه لري او داد پاکستان د حکومت دنده ده چې افغان سفير راپيدا کړي.

خو په كابل كې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت يو پخوانی وياند سلطان احمد بهين مخکي له دي وویلی ؤ چی کابل هڅه کوي چې خپل ډيپلوماټ په هره ممکنه لاره چې وي را خوشي کړي خو بهین په هغه وخت کی یادونه کړی وه چی ګواکی د فراهي د خلاصون په بدل کې د هغه له کورنۍ او يا افغان دولت څخه د پيسو غوښتنه نه ده سوې

دا چې اوس فراهی په كوم شرط راخلاص شوی دی ښاغلى مجنون ګلاب چې په اسلام اباد د افغانستان سفير دى وايي: «زه هم تر هغه حده پورې خبر يم څومره چې تاسو خبر ياست هغه هم د مطبوعاتو له خولې څخه زه اوس له كابل سره اړيكه نيسم او هغه به نور معلومات راكوي خو كېدى شي خوشى سوى دى»

د ښاغلي فراهي په اړوند په دې وروستيو کې ډېري لږې خبرې مخې ته راتلې، چې افغان او پاکستاني مقامات په يوه مرموزه خاموشۍ کې راګير وو او تر ډېره يې د خبرو کولو څخه ډډه کوله.داسې ښکارېده لکه داپوښتنه چې دوي ته حل وي.

وروسته ترهغې چې په پاكستان كې دافغانستان د نومول شوي سفيرعبدالخالق فراهي ويډيو په ټلويزيونونو كې وښودل سوه، نو د ولسې جرګې غړو د هغه د خوشې كولو لپاره د چټكو هڅو غوښتنه وكړه .د افغانستان ولسې جرګې په يوه عمومي غونډه كې په دې ډيره خوښي وښوده چې ښاغلى فراهي ژوندى دى او د دې جرګې غړو وويل، چې كابل او اسلام آباد بايد له تښتوونكيو څخه د نوموړي د خلاصون لپاره خپلې هلې ځلې چټكې كړي او د نوموړي له تښتولو څخه وروسته د افغانستان د د ولسي جرګې مشر د يوه هيت په مشرۍ اسلام اباد ته لاړ.

د آلمان د خبري آژانس د رپوت له مخي د افغانستان د جمهوري رياست په يوه خبرپانه کي چي نن خپره شوي ده راغلي دي چي فراهي د «افغانستان او پاکستان د ګډو هڅو» په نتيجه کي ژغورل شوي دي. په دغي خبرپاڼه کي يادونه شوي چي فراهي نن له ولسمشر حامد کرزي او د هغه له دوو سيالانو سره يي وليدل.

فریدالله ظاهر او حبیب الرحمن تاثیر

کتونکی: عبدالباری حکيم