1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغان لوبغاړي د کریکټ په درجه بندي کې په کومو مقامونو کې دي؟

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۱, چهارشنبه

د کریکټ د نړیوالې شورا په نوې درجه بندي کې یوازې په شل اوریزو لوبو کې راشد خان، د توپ اچوونکو په ډله کې لومړی مقام لري. په یو ورځنیو او تست لوبو کې بیا افغان لوبغاړی په هیڅ کټوګري کې هم په لومړۍ شمیره نه دي راغلي.

https://p.dw.com/p/3Iskb
Cricket One-Day Internationals | Nationalmannschaft Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/S. Kodikara

د کریکټ نړیوالې شورا د لوبډلو او لوبغاړو درجه بندي چې وخت ناوخت د لوبغاړو او لوبډلو د لوبې د کیفیت له مخې بدلیږي، د ترلاسه شویو امتیازونو له مخکې د هیوادونو ټیمونه او انفرادي لوبغاړي له لومړي مقامه تر سلمه پورې تنظیمیږي. دغه درجه بندي د کریکټ د لوبې د درې واړو فارمټونو، یعني تسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو له پاره وي.

افغان لوبډله د بیلابیلو فارمټونو کومه شمیره تیم دی؟

  • شل اوریزې لوبې

افغانستان په تازه درجه بندي کې د شل اوریزو لوبو په فارمټ کې تر ټولو ښه مقام لري. افغان لوبډله په دې نوملړ کې د شاملو اتیا لوبډلو له ډلې څخه په اووم مقام کې دي. افغانستان په دې فارمټ کې د ۳۸۴۹ امتیازونو په لرلو سره تر سریلانکا، ویست انډیز، بنګله دیش، زیمبابوي او ایرلند مخکې دی. دا ټول د کړیکټ نړیوال شورا بشپړ غړیتوب لرونکي هیوادونه دي. په دې برخه کې پاکستان د ۷۳۶۵ امتیازونو په لرلو سره په لومړي مقام کې دی.

  • یو ورځینی لوبې

په یو ورځنیو لوبو کې بیا افغانستان د ۱۸۶۴ امتیازونو په لرلو سره په لسم مقام کې دی. تر افغانستان وروسته زبمبابوي او ایرلند په یوولسم او دولسمو مقامونو کې دي. په دې نوملړ کې ټول شامل هیوادونه ۱۶ دي چې لومړی مقام پکې په ۵۳۷۲ امتیازونو سره د انګلستان او دویم د هندوستان دی.

  • تست لوبې

که څه هم افغانستان تازه د تیست لوبو حق ترلاسه کړی دی، خو لا هم د کريکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ په نوملړ کې د لسو شاملو هیوادونو په ډله کې شامل نه دی. افغانستان او ایرلند باید نورې لوبې هم وکړي چې په دې درجه بندۍ کې شامل شي. خو د دې فارمټ تر ټولو غوره لوبډله د هندوستان ده.

افغان لوبغاړي د بیلابیلو فارمټونو په کوم مقام کې دی؟

  • شل اوریزه لوبې

توپ اچوونکي: د دې برخې تر ټولو غوره لوبغاړی راشد خان دی چې ۷۸۰ امتیازه لري. محمد نبي بیا د دې نوملړ ۱۴مه شمیره لوبغاړی دی چې په تیره درجه بندۍ کې په ۱۵مه شمیره وو. تر نبې او راشد وروسته بیا مجیب الرحمان ځدران په ۳۸مه، کریم جنت په ۶۹مه او سمیع الله شینواري په ۷۳مه شمېره راغلي دي.

توپ وهوونکي: د شل اوریزو لوبو د توپ وهني په برخه کې تر ټولو مخکښ افغان لوبغاړی له ۷۱۸ امتیازونو سره حضرت الله ځاځی دی. تر هغه وروسته محمد شهزاد په ۲۰مه، محمد نبي په ۳۰مه، نجیب الله ځدران په ۴۴مه، اضغر افغان په ۵۳مه، سمیع الله شینواری په ۵۸مه او عثمان غني په ۸۰مه شمیره راغلي دي. په دې نوملړ کې ټول ټال لس لوبغاړي شامل دي. د نوملړ غوره لوبغاړی د پاکستان بابر عظم دی.

الرونډران: د شل اوریزو لوبډلو د الرونډرانو په ډله کې تر ټولو مخکښ افغان لوبغاړي په دریمه شمیره محمد نبي دی. سمیع الله شینواری په دې نوملړ کې په ۱۰مه، راشد خان په ۲۹مه او کریم جنت په ۶۵مه شمیرو راغلي دي.

  • یو ورځینی لوبې

توپ اچوونکي: راشد خان په دې نوملړ کې په دریمه شمیره دی او د دې برخې تر ټولو غوره افغان لوبغاړی دی. مجیب الرحمان ځدران بیا په ۱۰مه، محمد نبي په ۲۰مه، دولت ځدران په ۵۵مه، ګلدبین نایب په ۵۸مه، افتاب عالم په ۷۸مه، حمید حسن په ۹۶مه او شاپور ځدران په ۹۸مه شمیره راغلي لوبغاړي دي. په دې نوملړ کې ټول لس لوبغاړي شامل دي چې لومړی مقام د هندوستان جسپریت بومرا پورې تړاو لري.

توپ وهوونکي: په دې برخه کې تر ټولو مخکښه افغان لوبغاړی په ۳۸مه شمیره، محمد شهزاد دی. رحمت شاه بیا په ۴۰مه، محمد نبي په ۵۵مه، نجیب الله ځدران په ۶۸مه، حشمت الله شاهدي په ۸۰مه، راشد خان په ۸۳مه، اضغر افغان په ۸۷مه او جاوید احمدي په ۹۷مه شمیره راغلي لوبغاړي دي. په نوملړ کې د شاملو لسو لوبغاړو په ډله کې لومړی مقام د هندوستان د ویرات کولي دی.

الرونډران: که څه هم د دې برخې په لومړي مقام کې افغان لوبغاړی راشد خان وو، خو هغه په تازه درجه بندۍ کې دویم مقام ته کښته شوی دی او ځای یې د بنګله دیش شکیب الحسن نیولی دی. محمد نبي بیا په دریمه شمیره راغلی دی. ګلبدین نایب بیا د دې کتګوري په ۳۳مه، مجیب ځدران په ۵۵مه، دولت ځدران په ۶۷مه او رحمت شاه په ۷۶مه شمیره راغلي افغان لوبغاړي دي.

  • ټست لوبې

توپ اچوونکي: که څه افغان لوبډله لا تر اوسه پورې د ټست لوبو په نوملړ کې شامله نه ده، خو افغان لوبغاړي بیا د دې فارمټ د غوره لوبغاړو په لیست کې شامل دي. د توپ اچوونکو په ډله کې تر ټولو مخکښ افغان لوبغاړی په ۵۰مه شمیره یمن احمدزی دی. تر هغه وروسته بیا په ۶۷مه شمیره راشد خان او په ۹۸مه شمیره وقار سلیمان خیل راغلي دي. نور افغان توپ اچوونکي د دې نوملړ په غوره سلو لوبغاړو کې شامل نه دي.

توپ وهوونکي: د افغانستان د ټیست لوبډلې کپتان په دې برخه کې یوازینی شامل افغان لوبغاړی دی چې په ۸۹مه شمیره راغلی دی.

الرونډران: راشد خان د دې کتګوری په ۸۱مه شمیره راغلی دی. نور افغان لوبغاړي بیا په دې نوملړ کې شامل نه دي.