1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د افغان ماشومانو درملنه

امین بهراد (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۲۵, جمعه

په افغانستان کې د سرې میاشتې اداره د سولې کلي آلماني سازمان په مرسته هغه ماشومان چې په افغانستان کې یې درملنه نه کیړي آلمان ته د روغتیایي خدمتونو د ترلاسه کولو له پاره استوي.

https://p.dw.com/p/19R2h
In this photo taken 16, March, 2012, disable children seen in PEACE VILLAGE or ( FRIEDENSDORF INTERNATIONAL ) organization in Oberhausen, Germany .Since 1967, PEACE VILLAGE has been helping innocent children from war torn countries and crisis areas worldwide.(Photo:DW/Reza Shirmohammadi)
Afghanische Kinder Peace Village Organisation Deutschlandانځور: DW

سرې میاشتې د چهار شنبې په ورځ ۵۷ تنه افغان ماشومان د درملنې له پاره آلمان ته واستول. د دغو ماشومانو په ډله کې یو یې هم د کاپیسا له ولایت څخه ۱۳ کلن وحید اغا وو چې تر تلو مخکې یې دویچه ویله ته وویل: «زما ستونزه د هډوکو توبرکلوز دی چې په افغانستان کې یې درملنه نه کیږي.»

وحید اغا خوښي څرگنده کړه چې آلمان ته د درملنې له پاره استول کیږي، خو هغه له دې کبله چې د څو میاشتو له پاره له خپلې کورنۍ بیلیده خواشینی وو. په افغانستان کې سرې میاشتې د تشریفاتو د ادارې مشر عنایت الله صدیقي، وايي چې دغه اداره په هرو شپږو میاشتو کې یو وار یو شمیر افغان ماشومان چې ارتوپیدي، قلبي او داسې نورې ناروغۍ ولري چې په افغانستان کې یې درملنه ممکنه نه وي، آلمان ته استوي ترڅو په دې هیواد کې یې په معیاري توگه تداوي وشي.

په آلمان کې د دغو ماشومانو درملنه د «سولې د کلې» په نوم سازمان له خوا کیږي چې لگښتونه یې د آلمان د خلکو له خوا ورکول کیږي. دغه سازمان هر کال د شاوخوا ۱۰۰ تنو افغان ماشومانو درملنه کوي.

ښاغلي صدیقي وویل: «هغه ماشومان چې ډیر سخت سوځیدلي وي، د یوه هیات له خوا چې له آلمان څخه افغانستان ته راځي کتل کیږي. تر هغه وروسته چې دغه ماشومان آلمان ته د تلو له پاره انتخاب شي د سرې میاشتې اداره یې بیا د پاسپورت او ویزې اخیستلو چارو په وړیا ډول پر مخ بیایي او بیا وروسته یې آلمان ته د درملنې له پاره استوي.»

د دغه شان ماشومانو وروستۍ ډلې د چهارشنبې په ورځ د کابل له هیوایي ډگره د آلمان په لور پرواز وکړ. ښاغلي کیوین دلبوخ، یو له هغو ډاکترانو څخه وو چې له آلمان څخه افغانستان ته راغلی دی ترڅو د دغه پروگرام له پاره مستحق ماشومان پیدا کړي. هغه له دویچه ویله سره په مرکه وویل چې تر اوسه پورې د آلمان د سولې کلي سازمان په مرسته تر ۱۰۰۰ پورې افغان ماشومان آلمان ته د درملنی له پاره تللي دي.

ښاغلي دلبوخ زیاته کړه: «د آلمان د سولې کلی له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي. تر اوسه پورې د دغې موسسې له خوا له ۱۰۰۰ ډیر افغان ماشومان آلمان ته د درملنې له پاره استول شوي دي. دا ۶۷م ځل دی چې موږ له افغانستان آلمان ته ماشومان استوو.»

دا چې یو ماشوم د څومره وخت له پاره په آلمان کې پاتې کیږي په دې پورې اړه لري چې د هغه د درملنې بهیر څومره دوام کوي خو که دغه بهیر هرڅومره اوږدي او له مصرفه ډک وي، پر ماشوم او د هغه پر کورنۍ باندې مالي فشار نه راځي، ځکه د درملنې د بهیر ټول لگښت د سولې کلي سازمان له خوا ورکول کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب