1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ماشومان: ښوونځیو ته مو اور مه ورته کوئ

حسین سیرت کابل۱۳۹۲ مهر ۱, دوشنبه

په لسهاو افغان ماشومان د سولې د نړیوالې ورځ په ویاړ د افغانستان پارلمان مخې ته راټول شول او په هیواد کې یې د سولې راتلو غوښتنه وکړه. دغو ماشومانو همداراز وغوښتل چې نور باید په افغانستان کې ښوونځیو ته اور ورته نه شي.

https://p.dw.com/p/19mOu
انځور: DW/H. Sirat

دغو ماشومانو له ځان سره د افغانستان بیرغونه لیږدول او د «موږ سوله غواړو»، «موږ ماشومان افغانستان آبادو»، «د ماشومانو وژل جنایت دی» شعارونه یې ورکول.

شبنم هم د هغو ماشومانو په ډله کې وه چې د پارلمان مخې ته راټول شوي ول. هغې وویل: «موږ سوله غواړو ترڅو ټول هیواد مو آباد او ارام شي. موږ غواړو چې هیواد مو د امریکا، اروپا او نورو ځایونو په څیر پر مختگ وکړي. موږ غواړو زده کړې وکړو.»

دغې ماشومې زياته کړل چې د افغانستان په یو شمېر کلیو او باڼدو کې د جگړو له کبله د هغې په عمر افغان ماشومان نه شي کولای چې ښوونځیو ته ولاړ شي. هغې زیاته کړه چې ماشومان باید د جگړې قرباني نه شي او باید بې سواده پاتې نه شي: «موږ دلته راټول شوي یو چې خپل غږ پورته کړو ترڅو طالبان له دې وطنه ولاړ شي او هغه کسان چې په کلیو او بانډو کې دي د هغوی له پاره د آرام ژوند امکانات برابر شي . موږ د خپل هیواد له مشر کرزي او له خدایه غواړو چې زموږ له پاره سوله راولي.»

دغه ماشومان «له ښځو او ماشومانو څخه د ملاتړ او د هغوی د ودې موسسې» له خوا د پارلمان مخې ته راوستل شوي ول. د دغې موسسې چارواکو وویل چې ماشومان غواړي خپل پیغام د پارلمان وکیلانو ته ورسوي.

دغو ماشومانو له ځان سره د افغانستان بیرغونه لیږدول.
دغو ماشومانو له ځان سره د افغانستان بیرغونه لیږدول.انځور: picture alliance/AP Photo

د میترا په نوم یوې ماشومې د دغو ماشومانو پریکړه لیک ولوست. په پریکړه لیک کې پر دې خبره باندې ټینگار شوی وو چې نور باید ماشومان د جگړې قرباني نه شي: «موږ خو له چا سره بد نه دي کړي خو بیا هم موږ ښوونځي ته له تلو ویریږو چې څوک مو برمته نه کړي او پر موږ باندې تیری و نه شي. ایا زموږ گناه همدا ده چې موږ ضعیفه یو او له ځانه دفاع نه شو کولای.»

ماشومانو وویل چې له جگړې او ځانمرگو بریدونو ویریږي. په پریکړه لیک کې په خاصه توگه په کلیو او بانډو کې د ماشومانو له پاره د زده کړې د چانسونو پر برابرولو باندې ټینگار شوی وو.

د پارلمان یو شمیر استازو له دغو ماشومانو سره ولیدل او ویې ویل چې د هغوی غوښتنې به په عمومي غونډه کې مطرح کړي. د ولسې جرگې استازې شینکۍ کړوخیل وویل چې دا د ماشومانو حق دی چې د سولې په فضا کې خپلې زده کړې پر مخ یوسي.

میرمن کړوخیل پر طالبانو باندې غږ وکړ چې د جگړې له دوام سره نور ماشومان د خپلو بریدونو قرباني نه کړي. هغې وویل: «طالبان او نورې ډلې چې غواړې د جگړې له لارې واک ته ورسیږي باید په دې وپوهیږي چې د افغانستان راتلونکی نسل د جگړې پلوي نه دی. هر څوک چې غواړي قدرت ته ورسیږی باید دغه کار په ټاکنو کې د خلکو د رایو په گټلو سره وکړي نه د ډار او ویرې د رامنځ ته کولو له لارې.»

دغو ماشومانو همداراز د افغانستان د پارلمان مخکې ته له سولې څخه د ملاتړ د سمبول په توگه یو شمیر کوترې هم آزادې کړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب