1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان معلول اتل، عباس کريمي

حسین سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ مهر ۱۷, چهارشنبه

کله چې څوارلس کاله دمخه عباس نړۍ ته راغی، د دې پر ځای چې مور او پلار خوشالي وکړي، په دې انديښنه کې شول چې دی به په راتلونکې کې خپل ژوند څرنګه پر مخ بوزي، ځکه عباس لاسونه نه لرل.

https://p.dw.com/p/19woG
انځور: DW/H. Sirat

د عباس د کورنۍ تر ټولو لویه اندیښنه دا وه چې داسي نه شي چي دغه ماشوم په راتلونکې کې پر کورنۍ او ټولني باندې بار شي. خو اوس د عباس کورنۍ نه یوازې دا چې د هغه د راتلونکې په اړه اندیښنه نه لري بلکې په باندي ډیر ویاړي. عباس کریمي په وروستیو وختونو کې په ترکيه کې د لامبو په سیالیو کې د لومړي ځل له پاره د افغانستان په استازیتوب د سرو زرو مډال وګاټه. دغه سیالي د «معلولیت ناتواني نه ده» تر نوم لاندې پيل شوي وې. په دې سیالیو کې ۳۵ هیوادونو ګډون کړی وو چې عباس پکې لومړۍ مقام خپل کړ.

د عباس کریمي ورور علي کریمي، له دې کبله ډیر خوښ دی چې د هغه د کورنۍ یوه غړي د افغانستان له پاره ویاړ ګټلی دی. هغه وایي: «دا د افغانستان د ټولو خلکو او بیا په ځانګړې توګه د هغه د کورنۍ له پاره د خوشحالي او ویاړ ځای دی.»

د عباس کریمي ورور وایي چې د خپل ورور د ډیرو وړتیاو په اړه د رسنیو له لارې خبر شو. هغه زیاتوي: «ما اوریدلي ول چې عباس موټر چلولای شي، خو هیڅ کله مې دا کار په خپلو سترګو نه وو لیدلی. کله چې هغه زما خپل موټر وچلاوه نو زه ډیر حیران شوم.»

په ټولګي کي مخکي

د عباس کورنۍ لومړی دې خبرې ته چې هغه په ښوونځي کې ډیر لایق دی متوجه شول. عباس د ښوونځي له هماغو لومړیو ورځو څخه وښوله چې په درسونو کې ډیر تکړه دی. کله چې عباس غواړي چې یو څه ولیکي نو هغه قلم د پښو په ګوتو نیسي او په دې ترتیب سره لیکنې کوي. عباس کولای شي چې پر یوه پښه باندي ودریږي او په بلې پښې باندي د ټولګي پر توره تخته باندی لیکنې وکړي.

اوس په افغانستان کې ډیر کسان عباس پیژني او د هغه د زده کړې او ورزش په اړه په تلویزیونو کې ډیر رپوټونه خپاره شوي دي.

له ښوونځي څخه سپورټ ته

عباس د عمر په ډیریدو له ورزش سره مینه پیدا کړه. هغه په لومړي سر کې رزمي ورزشونو ته مخه کړه خو وروسته یې بیا له لامبو سره مینه پیدا کړه. د افغانستان د لامبو ملي لوبډلې روزونکی قسیم حمیدي، د عباس د لامبو د لومړیو ورځو په اړه وایي: «عباس جان په لومړي سر کې لږ لامبو کوله او په ډیري سختۍ سره به یې دا کار کاوه. کله چې زه متوجه شوم نو علاقه مې پیدا کړه چې دغه هلک لامبو زده کړي.»

حمید وویل چې عباس وشوای کولای چې په ۱۵ ورځو کې لامبو زده کړي. هغه زیاتوي چې عباس د هغو کسانو په پرتله چې لاسونه هم لري ښه لامبو وهي.

د معلولانو له پاره بیلګه

دا لومړی ځل نه دی چې عباس د سرو زرو مډال ګټلی دی. هغه تر دې مخکې هم د افغانستان په کورنیو سیالیو کې دغه شان مډالونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د المپیک په فدراسیون کې د لامبو د څانګې مشر ظفر جلال، وايي چې عباس کریمي په دې رشته کې له بهر څخه د افغانستان له پاره د سرو زرو لومړی مډال راوړ.