افغان مهاجرين په اندونيزيا کي نيول شوي دي
۱۳۸۸ فروردین ۲۸, جمعهلکه څنګه چي نن د اندونيزيا د Cilegon دسيمي دپوليسو يو مامور ويلي دي ، دغه افغانان دتيري پنجشنبې په ورځ دلويديزي جاوا دAnyar دسيلاني سيمي په يوه هوټل کي نيول شوي دي .
دنيول کيدلو په وخت کي ، لکه څنګه چي دپوليسو يوې وياندي ويلي دي ، دوی غوښتل آسترليا ته ولاړ شي او اندونيزيا په اصطلا ددوی تراتزيت هيواد ؤ ، او اوس به ددوی دراتلونکي برخليک په اړه دمهاجرينو اداره پريکړه وکړي .
د څو کالو څخه راپديخوا دجنوبي آسيا اود نژدې ختيځ څخه غير قانوني مهاجرين، په دې تمه چي دوی به آسترلياته ولاړ سي او هلته به هوسا ژوند او په اصطلا دشاتو او شيدو ويلې رواني وي ،لمړی اندونيزيا ته راځي او ددغه هيواد څخه بيا وروسته دقاچاقبرانو په مرسته په ماتو او زړو کښتيانو کي سپريږي، په دې تمه چي آسترليا ته به ورسيږي .
خو دهمدې تيري پنجشنبې په ورځ لاپه يوه کښتۍکي چي لږ تر لږه 47 افغان پناه غوښتونکي سپاره وه ، يوه چاودنه وسوه اوپه دغه پيښه کي لږ تر لږه درې تنه انسانان وژل سوي او 31 کسه نور ډير سخت ټپيان شوي دي .
تردغي پيښي وروسته دآسترليا لمړي وزير Kevin Rudd دآسترليا خبر رسولو آژانس Associated Press news ته ويلي دي چي ددغي پيښي اصلي ګرم کسان قاچاقبران دي او بايد هغوی د قانون منګلو ته وسپارل سي او خپله سزا وويني .
دلمړي وزير Ruddپه مشرۍ دآسترليا اوسني حکومت ، هغه کسانو ته چي په غير قانوني ډول آسترلياته راځي او دسياسي پناه غوښتنه کوي ، هغوی تر هغې مودې پوري چي ددوی دغوښتن ليکونو په اړه پريکړه کيږي ، کولای سي ، ددغه هيواد دکرسمس په ټاپو کي چي دهند په بحرکي په آسترليا پوري يوه مربوطه ټاپو ده ، پاته سي . خو ددغه هيواد دپخواني حکومت پاليسي دا وه چي د وی به دهند په سمندر کي يوه ټاپو ته ليږدول کيدل چي د آسترليا قلمرو نه ؤ .
dpa / فضلي
کتونکی : محمد قاسم نوري