1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجر دوه میاشتې وخت لري چې له پاکستانه ووځي

۱۳۹۶ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د پاکستان حکومتي کابینې پریکړه کړې ده چې له دوو میلیونو څخه زیات افغانان ۶۰ ورځې وخت لري چې له دغه هیواد څخه ووځي. تر دغې پریکړه څو ساعته دمخه د سفران وزارت سپارښتنه کړې وه چې دغه موده دې پنځه میاشتې وغځول شي.

https://p.dw.com/p/2rtfC
Afghanische Flüchtlinge in Pakistan
انځور: DW/F. Khan

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، د استخباراتي ادراو په سپارښتنه تیره شپه له پنځو میاشتو څخه دغه مهلت دوو میاشتو ته د راکمولو پریکړه منلې ده.

رپوټ زیاتوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې وايي چې د افغان یاغي ډلو غړي د مهاجرو په منځ کې ځان ته په پاکستان خوندي ځایونه مومي.

اسلام آباد په وروستیو کې د واشنګټن تر فشار لاندې دی چې د هغو افغان یاغیانو پر وړاندې اقدامات وکړي چې په خبره یې د دغه هیواد له قبایلي سیمو څخه د افغان حکوما او نړیوالو ملاتړو پر ضد یې فعالیت کوي.

د پاکستان یوه وزیر چې نوم یې نه دی اخیستل شوی له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «دغه اندیښنې د دې سبب شوې چې په ساعتو کې موږ له خپلې پریکړې پر شا شو.»

د پاکستان د ایالاتو او سرحدي سیموي اړونده وزارت (سفران) چې د مهاجرو چارې هم پر مخ بیایي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان حکومتي کابینې ته سپارښتنه کړې وه چې په دغه هیواد کې د افغان مهاجرو د پاتې کیدو نیټه د جون تر پای پورې وغځول شي.

خو تر هغه څو ساعته وروسته د پاکستان کابینې پریکړه وکړه چې افغان مهاجر باید په ۶۰ ورځو کې له پاکستانه ووځي. تر دې دمخه افغانانو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړل شوی وو چې دغه نیټه د جنورۍ په ۳۱مه پای ته ورسیده.

د مهاجرو د چارو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (UNHCR) یوه چارواکي ویلي دي چې نوی مهلت عملي نه دی او په خبره یې دغه پریکړه به په خوندي توګه د افغانانو خپل هیواد د ستنیدو پلانونه تر پوښتنې لاندې راولي.

د مهاجرو د چارو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په خپله خوښه افغانستان ته د راجستر شوو ۱،۴ میلیونه افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو پروګرام چارې پر مخ وړي. په پاکستان کې زیاتره اوسیدونکي افغانان په ۱۹۷۹م کال کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته دغه هیواد ته کډه شول.

زموږ له آرشیف څخه: