1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان مهاجر له پاکستانه وتلو ته اړ ایستل شوي»

۱۳۹۵ بهمن ۲۵, دوشنبه

د بشري حقونو سازمان هیومن رایټس واچ په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي دي چې د پولیسو ناوړه چلن چې د اخراجولو له گواښ سره مل وو، تیر کال کې له ۶۰۰ زرو ډیر افغان کډوال دې ته اړ کړل چې خپل هیواد ته ستانه شي.

https://p.dw.com/p/2XRv9
Afghanische Flüchtlinge in Pakistan
انځور: DW/F. Khan

د آلمان خبري آژانس د بشري حقونو د نړیوال سازمان هیومن رايټس واچ د دوشنبې د ورځې د رپوټ په حواله لیکلي دي چې پاکستان د یو شمیر امنیتي پیښو په غبرگون کې یو همغږی کمپاین پر لاره واچاوه، څو افغان مهاجر له خپل هیواده وباسي. دغه هیواد پر دې باندې ټینگار کاوه چې په پاکستان کې ځینو بریدونو له افغانستان سره ارتباط لاره.

پاکستان له څو کلونو راهیسې تر دوو میلیونو پورې د راجستر شوو او غیر راجستر شوو افغان مهاجرو چې له جگړو یې تيښته کړې ده ټاټوبی پاتې شوی دی.

په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې د اخراجوالو گوښ او د پولیسو ناوړه چلن په ۲۰۱۶م کال کې په پاکستان کې ۶۰۰ زروه افغان مهاجر دې ته اړ کړي، چې خپل هیواد ته ستانه شي. رپوټ زیاتوي دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په دننه کې د جگړو له کبله د بې ځایه شوو کسانو لوی شمیر ته په کتو سره دغه څه د افغانستان ستونزې لا پسې زیاتوي.

د پاکستاني پوليسو چلن

هیومن رايټس واچ چې له پاکستان څخه د راستنو شوو کډوالو سره کومې مرکې کړي دي په هغې کې هره ورځ د پولیسو له لوري زوریدل، بندي کیدل، د پولیسو له لوري د افغانانو پر کورونو چاپې وهل، مخ پر زیاتیدونکي توگه د قانوني حیثیت بې ثباته حالت، په پاکستاني ښوونځیو کې افغان ماشومانو ته د زده کړې د اجازې نه ورکول او پر دې سربیره د افغانانو د ښوونځیو بندول هم شامل دي.

د پاکستان حکومت تیره اوونۍ په پاکستان کې د میشتو راجستر شوو کډوالو د پاتي کیدو موده د روان میلادي کال تر پای پورې وغځوله. په اصل کې دغه نیټه د مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته رسیده. د بشري حقونو نوموړي سازمان له پاکستان څخه غوښتي دي چې په پاکستان کې میشتو راجستر افغانانو تر هغه وخت د پاتې کیدو اجازه ورکړي، څو خپله وتوانیږي خپل هیواد ته بیرته ستانه شي.

هیومن رایټس واچ د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو پر عالي کمیسارۍ یو ان اچ سي آر، باندې هم تور لگولی دی چې په اجباري ډول د بیرته ستنولو په هکله یې خپل اندښنه نه ده څرگنده کړې. رپوټ زیاتوي له دې حقیقت سره سره چې یو ان اچ سي آر، هر ستنیدونکي افغان سره مرسته له ۲۰۰ ډالرو څخه ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړې ده خو په وینا یې په واقعیت کې دغه سازمان د مهاجرو اخراج تشویق کړی دی.

د افغان مهاجرو د زورولو رپوټونه

خو اسوشیتد پرس خبري آژانس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یو ان اچ سي آر بیا دغه تورونه رد کړي دي. په پاکستان کې د ملگرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسارۍ مشر ایندرکه راتوته، له دغه آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې د ۲۰۱۶م کال په نیمایي کې په پاکستان کې د پولیسو له خوا د افغان مهاجرو د زورولو او نیولو رپوټونه وو، په ځانگړې توگه په خیبر پښتونخوا ایالت کې. خو د هغه په خبره دغه څه پای ته رسیدلي او مهاجر په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي دي. هغه زیاته کړې ده: «په ځانگړې توگه په خیبر پښتونخوا کې د فشار او ځورونې پیښې وې، خو هغې ته رسیدگي شوې ده.» خو هغه یادونه کړې ده چې دغه څه اجباري اخراج نه وو.

اسوشیتد پرس آژانس په وینا تیر کال افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان کې مېشتو افغان مهاجرو څخه وغوښتل چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي او هغوی ته د سرپنا او نورو امکاناتو د برابرولو ژمنه یې وکړه.

د راتوته په وینا د اټکلونو له مخې په تیر میلادي کال کې ۳۸۰ زره راجستر شوي او شا او خوا ۲۵۰ زره ناراجستر شوي افغان مهاجر خپل هیواد ته ستانه شوي دي. رپوټ زیاتوي چې په لسگونو زره راستانه شوي کډوال د ختیځ ولایت ننگرهار په یوه شړه ځمکه کې اړولي دي، چې په پاکستان کې مېشت کډوال یې ویجاړ او خطرناکه انگیري.

په پيښور کې د افغان مهاجرو د یوه ښوونځي مدیر امان الله نصرت وایي: «هغوی [افغان حکومت] موږ ته وای چې دې دښتې ته ورشو؟ افغان حکومت له مهاجرو غواړي چې بیرته ورشي، خو څرنگه؟ خو دغه ځای کې هیڅ سر پناه، اوبه او امنیت نه شته.»

وقار معروف چې د مهاجرو چارو په تړاو د پاکستان اړونده کس دی نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې کوم افغان مهاجر چې ستانه شوي دي په خپله خوښه ستانه شوي دي. د هغه په خبره پاکستان په دغه هیواد کې د راجستر شوو افغان مهاجرو د پاتې کیدو نېټه د ۲۰۱۷م کال تر د دسمبر تر ۳۱ نېټې پورې غځولې ده. خو هیومن رایټس واچ وایي چې دغه نېټه باید د ۲۰۱۹م کال تر پای پورې وغځول شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.10.2016):