1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان همجنس بازان ډېر ګوښه ژوند کوي

۱۳۹۵ آبان ۱۶, یکشنبه

په افغانستان کې همجنس بازان د وېرې په فضا کې ژوند کوي. نويد او رامين په پلازمېنه کابل کې د نورو ډېرو تر څنګ داسې همجنس بازان دي چې ډېرې خطرناکې تجربې يې کړې دي.

https://p.dw.com/p/2SEK3
Kabul Afghanistan
انځور: Feroz Muzafari

دواړه دغه سړي وايي چې له دوی څخه غلا شوې، دوی وهل شوي دي او ګواښونه ورته شوي دي. آن دا چې د مرګ ګواښ ورته شوی دی. رامين ۳۱ کلن دی او د خپل يوه ملګري، ذبيح، کيسه کوي.

نوموړی د خپلې کورنۍ له خوا وژل شوی دی، ځکه چې هغه همجنس باز وو. دغه ډول قتلونو ته د پت په نوم وژنې وايي چې د نارينه و تر څنګ ډېرې ښځې پکې هم له منځه ځي.
 

رامين وايي: «هغه [يعنې ذبيح] خپله کورنۍ په دې شرمولې وه چې د خپلې علاقې په اړه به يې آزادې خبرې کولې. هغوی د چاړه په واسطه بريد ورباندې وکړ.»

د پردې تر شا پټ ژوند

رامين زياتوي چې دا پېښه، ده او د ده ملګرو ته يو لوی خبرداری وو. له هغه وخت راهيسې دوی د پردې تر شا پټ ژوند کوي. نه يې خپلوان او نه يې همکاران د دوی د جنسي علايقو په هکله خبر دي. نويد ۲۴ کلن دی او وايي چې دی په دې وروستيو کې په کابل کې يوه هوټل ته تللی وو څو هغه يو سړی وويني چې د ډاکتر په يوه انتظارخونه کې يې ورڅخه د تليفون شمېره غوښتې وه. نويد وايي چې «نوموړی ښه او ښايسته معلومېده، نو ځکه مې فکر وکړ چې ولې نه؟»

نويد زياتوي چې هغه نزدې په دغه لومه کېوتلی وو، ځکه چې نوموړي کوښښ وکړ چې دی يرغمل کړي. نويد داسې يو ځای ته بوتلل شو چېرته چې يوه ډله وسله وال کسان ورته په انتظار کې وو. نويد وايي چې وژل شوی به وای که هغه په تېښته بريالی شوی نه وای.

په افغانستان کې همجنس بازي جرم ګڼل کيږي

د افغانستان په محافظه کاره او مذهبي ټولنه کې د واده پرته جنسي اړيکې او همجنس بازي غير قانوني اعمال دي. دغه ډول کړنې د عدليې د وزارت د مقرراتو مطابق له ۵ تر ۲۰ کاله بند سره تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې همجنس بازي د افغانستان په ټولنه کې بيا هم شتون لري.

د «بچه بازۍ» په نوم د ځوانو هلکانو رقصول داسې يو غير اخلاقي او منزوي خو بيا هم تر ډېره عام عمل دی. ډېر ځله پر دغسې هلکانو باندې د رقص تر څنګ جنسي تېری هم کيږي. خو په افغانستان کې پر همجنس بازۍ اعتراف بيا ډېرې سختې پايلې لرلی شي.

ډېر هغه خلک چې همجنس بازان دي د امنيتي وجوهاتو له مخې نه د خپلو احساساتو، نه د خپلې علاقې او نه د همجنس بازۍ د پديدې په هکله خپل نظر شريکول غواړي، بلکې مجبوره دي چې يو ګوښه او منزوي ژوند مخ ته بوځي.

دغه موضوع له اسوشیتد پرس خبري آژانس څخه اخیستل شوې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.06.2015):