1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان وزيرانو امريکا ته خپل سفر وځنډاوه

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه

پینتاگون د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په راتلونکې اوونۍ کې امریکا ته خپل سفر لغو کړی دئ. د دغه سفر موخه پر امنیتي مسایلو باندي خبري اتري وې.

https://p.dw.com/p/14AYb
انځور: AP

د پینتاگون د ویاند جورج لټل له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په دې پوهیږي چې څه شي ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

«پنيتا په دې پوهيږي چي ولي هغوی (افغان وزیران) په دې ونه توانیدل چې په راتلونکو ورځو کې امریکا ته سفر وکړي.»

په پام کې وه چې دواړه وزیران به د راتلونکي پنجشنبې «د ۲۰۱۲کال د مارچ د میاشتې پر دوهمه نېټه» د متحده ایالاتو له دفاع وزیر سره وویني.

خو په افغانستان کې د تاو تریخوالي روانو پیښو ته په کتو سره هغوی خپل دغه سفر لغو کړی دئ.

د لټل له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې وړاندي راغلي دي چي ددې سفر د ځنډېدو لامل په افغانستان کي روان تاوتريخوالی دئ:

«لوړپوړي افغان چارواکي د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په گډون له نورو افغان چارواکو او مذهبي مشرانو سره غونډي لري چې څرنگه په افغانستان کې د ناټو منسوبین خوندي وساتل شي او د تاو تریخوالو روانو پیښو ته د پای ټکی کښېښودل شي.»

دغه خبر پاڼه وړاندې کاږي چې پنیتا به په نژدې راتلونکي کې په پینتاگون کې د هغوی کوربه وي.

د جمعې په ورځ د کورنیو چارو په وزارت کې دننه د دوو امریکایي سلاکارانو تر وژلو وروسته ناټو د افغانستان له ټولو ملکي ادارو څخه خپل سلاکاران را ایستلي دي.

که څه هم تر اوسه لا دا نه ده روښانه شوې چې نوموړي سلاکاران چا وژلي دي خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دوی پر خپل یو مامور باندي شک لري چې گويا په نوموړې وژنه کې به لاس ولري.

پولیس او نوري امنیتي ادارې د نوموړي شکمن تن په لټه کې دي، خو د هغه په نیولو لا نه دي بريالي شوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل