1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ولسمشر حامد کرزی غواړي د طالبانو سره سوله وکړی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه

د جرمني د شپيګل مجلي د يو مطلب له مخه، ولسمشر حامد کرزي په واشنګټن کي د بارک اوباما سره دکتني پر وخت دسولي يوه طرحه معرفي کړې ده...

https://p.dw.com/p/NPFg
ولسمشر حامد کری په کندوز کي طالبانو ته د خبرو کولو د غوښتني پر مهال
ولسمشر حامد کری په کندوز کي طالبانو ته د خبرو کولو د غوښتني پر مهالانځور: AP

مجله ليکي، چي په دې طرحه کي ټول هغه اړخونه راغلي دي، چي څنګه دطالباب مشران ګټل کيدای او د هغوئ جنګيالي څنګه بيرته په ټولنه کي ورګډيدای سي.

ددغه36مخيز سندد مخه، چي دشپيګل مجلې ته رسيدلی دي، ښايي د طالبانو مشرانو ته که د القاعدې سره خپلي اړيکي وشکوي په بل هيواد کي د اوسيدو دپاره لاره ورکړل سي.

د مطلب د مخه دطالبانو عادي جنګيالي که خپلي وسلي پر مځکه کښېږدي کومه سزا به ونه ويني،او عادي ژوند کولو ته به پرې ښودل سي.

مجله ليکي، چي ددې خبرو دپيل د وخت په هکله دکرزي او امريکايي پوځيانو ترمنځ يو والی نسته.

کرزی غواړي، چي داخبري ژر پيل کړي، خو امريکايان وايي، چي پريږدۍ چي طالبان د اعلام سوي سترو تعروضي عملياتو د لاري کمزوري سي.

دغه عمليات چي پتېيلي سوي دي د جون په مياشت کي په کندهار کي تر سره سي ولسمشر کرزي يې څوواري مخالفت کړی دی.

کرزي کندهار ته په خپل وروستي سفر کي د قومي مشرانو سره په غونډه کي وويل، چي عمليات به ستاسو په غوښتنه تر سره کيږي.

dpa/رحيله اميري

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل