1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته رسیدلی

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسیدلی. په پام کې ده چې اشرف غني به خپل په دغه دوه ورځني سفر کې د پاکستان له جګپوړو چارواکو سره وویني.

https://p.dw.com/p/3L9Zv
Bildkombo Aschraf Ghani und Imran Khan
انځور: Imago Images/Xinhua/D. Balibouse//A. Kamal

د ارګ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل رسمي  سفر په جریان کې اسلام آباد ته تر رسیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، سره لیدلي دي. زیاته شوې ده چې قریشي افغان ولسمشر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، دغه سفر د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا او اعتماد فضا رامنځ ته کولو په برخه کې ګټور وباله.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اشرف غني، د عمران خان له حکومت سره د نویو اړیکو ټینګولو په هڅه کې دی، څو له اسلام آباده طالبانو سره د سولې یوه تړون ته رسیدو په برخه کې مرسته وکړي.

تر دې دمخه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي وو: «د هیواد جمهور رئیس به په دغه سفر کې چې د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه ترسره کیږي، د سیمه ایز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیت، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني مقاماتو سره هر اړخیز بحثونه ولري.»

اشرف غني به پر لومړي وزیر عمران خان سربیره د پاکستان له ولسمشر محمد عارف علوي، سره هم وویني. دغه سفر وروسته له هغې تر سره کیږي چې یو شمیر افغان سیاستوالو تیره اوونۍ په پاکستان کې د سولې په تړاو په یوه کنفرانس کې ګډون وکړ.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان د واشنګټن او طالبانو تر منځ د سولې روانو خبرو اترو زمینه برابره کړې وه. د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې روانې شخړې ته یوه سیاسي حل لاره ومومي.

طالبانو تر اوسه څو وارې له امریکایي استازو سره مستقیمي خبرې اترې کړي، خو له افغان حکومت سره یې له مستقیمو مذاکراتو څخه ډډه کړې ده.

sr/sm (AP,arg)