1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پلاوي له نوازشریف سره ولیدل

۱۳۹۴ مرداد ۲۲, پنجشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې د افغانستان د سولې بهیر د بیا پیلیدو هڅو ته به دوام ورکړي. د کابل او طالبانو تر منځ د جولای میاشتې د پای له پاره یوه غوڼډه پلان شوې وه خو هغه بیا د ملا عمر د مړینې د خبر خپریدو له کبله نه وشوه.

https://p.dw.com/p/1GFCR
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الدین، ویلي دي چې افغان استازي د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف، سره لیدلي دي. هغه د غونډي په اړه نور جزئیات ور نه کړل. دغه استازی به له ځينو پوځي چارواکو سره هم وگوري.

د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز، اسلام آباد ته د افغان استازي تر رسیدو وروسته وویل: «زموږ اولویت د پخلاینې بهیر دی.»

افغان ولسمشر په کابل کې تر ترهګریزو بریدونو وروسته پر پاکستان باندي سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې که څه هم هغه د سولې پیغام استوي خو له پاکستانه یوازې د جګړې پیغام رسیږي.

په هغه استازي کې چې پاکستان ته یې سفر کړی دی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنیت ادارې مشران شامل دي.

په کابل کې چارواکو ویلي دي چې افغان استازی به پاکستاني چارواکو ته داسې شواهد وړاندې کړي چې ښيي پر افغان پلازمینه باندې په وروستیو بریدونو کې ځينو پاکستاني پوځيانو لاس لاره.

خو پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي. د دغه هیواد د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز، هیله څرګنده کړې ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ رامنځ ته شوې «غلط فهمي» به له منځه ولاړه شي. عزیز ویلي دي: «هغوی ځکه ناخوښه دي چې چاودني او د سولې خبري اتري یو ځای پر مخ نشي سره تلای.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د خپلې دوشنبې ورځې په وینا کې ټینګار وکړ چې افغانستان به تر دې وروسته پخپله د سولې بهیر پر مخ بوزي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل