1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پوليس: ناټو په هلمند کې ٣٨ تنه طالبان وژلي دي

۱۳۸۶ فروردین ۲, پنجشنبه

د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو د افغاني پوليسو په وينا د افغانستان په جنوب کې ٣٨ تنه طالبان وژلي دي. اميتي ځواکونو زياته کړه چې د دغو دوو حملو هدفونه په هلمند کې د طالبانو پټنځايونه وو.

https://p.dw.com/p/DKAQ
انځور: AP
ناټو او افغاني ځواکونو په دې وروستيو کې د طالبانو او د مخدره توکو د تجارانو په وړاندې پراخ عمليات پيل کړي وو. نوموړی ولايت په افغانستان کې د ترياکو د کر تر ټولو مهمه سيمه ده. کله چې د امريکايانو په مشري ځواکونو په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو رژيم نسکور کړ، گڼ شمېر اورپکي د پاکستان سرحد ته نژدې سيمو ته ولاړل او هلته ځای په ځای شول.