1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پوليس يوه آلمانۍ ژورناليسته وژلې ده

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ فروردین ۱۵, جمعه

د جنگي پيښو برجسته آلمانۍ عکاسه آنيا نيدرينگ هاوس، د جمعې په ورځ په خوست ولايت کي د يوه پوليسو له خوا په مرميو ويشتل سوې او وژل سوې ده.

https://p.dw.com/p/1Bbps
انځور: picture-alliance/dpa

د خوست د والي وياند مبارز زدران دويچه ويله ته وويل چي پيښه د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په ودانۍ کي دننه رامنځ ته سوې ده. د هغه په خبره پر دغو دوو تنو ژورناليستانو باندي په امنيې قومندانۍ کي دننه د يوه پوليس افسر له خوا فيرونه سوي دي چي يوه ژورناليسته وژل سوې او بله سخته ټپي سوې ده.

زدران وويل: «دغه پوليس افسر چي پر ژورناليستانو باندي يې فيرونه کړي دي د پروان ولايت د غوربند اوسېدونکی دی. هغه نيول سوی دی او اوس له پوليسو سره بندي دی.» دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده چي دغه پوليس ولي پر ژورناليستانو باندي فيرونه کړي دي.

له بلي خوا وسله والو طالبانو اعلان کړی دی چي په پيښه کي هيڅ شان لاس نه لري. د دغي ډلي وياند ذبيح الله مجاهيد د آلمان خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي «په دې پيښه کي د آزادۍ له پاره مبارزه کوونکو لاس نه وو.» هغه زياته کړې ده «دا کېدای سي يوه شخصي مسئله وي.»

د خوست ولايت د پوليسو يوه وياند ويلي دي، په دغه پيښه کي کاناډايي خبرياله چي سخته ټپي سوې ده، اوس په يوه روغتون کي تر درملني لاندي ده.

کاناډايي ژوزناليسته کيتي گانن چي ۶۰ کاله عمر لري، او آلمانۍ عکاسه آنيا نيدرينگ هاوس چي ۴۸ کاله يې عمر لاره دواړو په افغانستان کي له ډېري مودې راهيسي له امریکايي آژانس اسوشېتد پرس سره کار کاوه. دغو دواړو ژورناليستانو په سيمه کي د خبريالي ډېره تجربه هم لرله.

کاناډايي خبرياله کيتي گانن
کاناډايي خبرياله کيتي گاننانځور: Getty Images

دا چي دغه خبريالاني ولي په مرميو ويشتل سوې دي تر اوسه پوري معلومه نه ده. په نيويارک کي د اسوشېتد پرس خبري آژانس مقر هم پيښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چي دغه ژورناليستاني په یوه شخصي موټر کي تر سپرېدو وروسته ويشتل سوي دي. د موټر چلونکی او په موټر کي ناست د ددغو ژورناليستانو يو ژباړونکی ژوندي پاته سوي دي.

دغه دواړي خبريالاني د شنبې په ورځ په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو پر مهال د راپورونو د جوړولو له پاره خوست ولايت ته سفر کړی دی.

وژل سوي آلمانۍ عکاسي له ۲۰۰۲ کال راهيسي له اسوشېتد پرس خبري آژانس سره کار کاوه. هغې په ۲۰۰۵ کال د عکسانو له يوه ټيم سره له عراق څخه د راپورونو د ورکولو پرمهال د پوليتز جايزه هم گټلې وه.

تيره مياشت په کابل ښار کي په سپينه ورځ پر عام سړک باندي يو سوېډنی ژورناليست په مرميو وويشتل او ووژل سو. تر ټاکنو مخکي په افغانستان کي امنيتي وضعيت سخت د انديښنې وړ ښوول سوی دی.