1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان پیلوټان به می میاشت کې بلک هاوک، الوتکې والوزوي

۱۳۹۷ فروردین ۷, سه‌شنبه

امریکايي ځواکونه له کلونو راهیسې په افغانستان کې له «بلک هاوک» ډوله جنګې څرخي الوتکو څخه کار اخلي، خو ډیر ژر به دغه الوتکې افغانانو ته هم ورکړل شي چې د یاغیانو پر ضد یې عملیاتو کې وکاروي.

https://p.dw.com/p/2v2wx
US Militärhubschrauber UH-60 Black Hawk Ausschnitt
انځور: Getty Images/AFP/J. Yeon-Je

د دغو جنګي څرخي الوتکو د الوتنې له پاره تر روزنې لاندې لومړۍ ډله افغان پیلوټان اوس په کندهار ولایت کې د خپلې روزنې په وروستي پړاو کې دي. دا د امریکا د هغو هڅه یوه برخه ده چې غواړي د افغانستان هوايي ځواک اتکا له پخوانیو روسي الوتکو څخه امریکایي پرمختللو الوتکو ته راواړوي. دغه ډله پیلوټان به په مې میاشت کې د لومړي ځل له پاره امریکایي بلک هاوک ډوله الوتکې والوزوي.

د امریکا متحده ایالاتو د هوایي ځواک تورن تید راجرز، وايي چې دغه بدلون ډیر مهم دی. هغه زیاتوي: «هغه Mi-17 ډوله اتلوتکې چې ځای به یې UH-60 ډوله الوتکې ونیسي نور د اتکا وړ نه دي. نو موږ په دې برخه کې څه کوو، موږ افغان هوايي ځواک ته د اعتماد وړ، ډیرې پیاوړې او داسې څرخي الوتکې ورکوو چې د جګړې په ډګر کې پیاوړې ثابتې شوې دي. د دې کار هدف دا دی چې هغوی خپلې جګړې ته دوام ورکړي او له خپل هیواد څخه دفاع وکړي.»

د افغانستان هوایي ځواک ۴۶ روسي Mi-17 ډوله الوتکې لري چې له ډلې څخه یې ۲۵ فعاله دي. له پاتې الوتکو څخه د بیلابیلو دلایلو له کبله استفاده نه کیږي. افغان حکومت او نړیوال ملاتړې یې غواړي چې د افغانستان د هوایي ځواک وړتیاوې لوړې کړي. امریکا متحده ایالات غواړي چې په دې موخه د اوو کلونو په موده کې ۸۱۴ میلیونه ډالر مصرف کړي.

د بلک هاوک ډوله الوتکو تر څنګ به د دغه پلان له مخې افغان هوايي ځواک ته AC-208 ډوله بریدګرې او اکتشافي الوتکې ورکړي. پر دې سربیره به د افغانستان هوايي ځواک همداراز په A-29 او MD-530 ډوله جنګي الوتکو سمبال شي.

یوولس بلک هاوک ډوله الوتکې لا وختي د کندهار هوایي ډګر ته رسیدلي دي. د روان کال تر پایه پورې به ټول ټال ۲۸ دغه ډول الوتکې افغان هوايي ځواک ته ورکړل شي. په دې ترتیب سره به نو تر ۲۰۲۳ کال پورې چې د افغان هوايي ځواک د پیاوړي کولو پروګرام پای ته رسیږي، افغان ځواک ته به ۱۵۹ بلک هاوک ډوله الوتکې ورکړل شي.

د دغو الوتکي اصلي هدف به د ځواکونو او وسایلو لیږد وي. پر دې سربیره به د ټپیانو او وژل شویو سرتیرو لیږد هم د دغو الوتکو په دندو کې شامل وي. خو د دغو الوتکو له ډلې څخه ډیر شمیر به یې په وسلو هم سمبال شي چې وشي کولای د جګړې په ډګر کې هم د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

له بلک هاوک ډوله الوتکو څخه د لومړي ځل له پاره په ۱۹۷۰مو کلونو کې استفاده وشوه او د بیلابیلو هیوادونو پوځونه له دغو الوتکو څخه کار اخلي. د همدې الوتکو له یوه ډول څخه د اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کې هم کار اخیستل شوی وو.

د افغان پیلوټانو د روزنې د یوه امریکایي چارواکي نیک پلنتې، په خبره د بلک هاوک ډوله الوتکو د پیلوټانو روزنه شاوخوا ۱۶ اوونۍ دوام کوي. اوس نزدې ۳۰ افغان پیلوټان د خپلې روزنې د دویم پړاو د پیلولو په حال کې دي.

مسیح الله کاکړ، چې ۲۵ کاله عمر لري د بلک هاوک ډوله الوتکو د الوتنې د روزنې په لومړي اوونۍ کې دی. هغه د پیلوټې لومړۍ زده کړې په  چک جمهوریت کې کړې دي. هغه یوې بلک هاوک ډوله الوتکې ته په اشاره کولو سره وایي: «دا یوازینۍ الوتکه ده چې موږ یې په مرسته ځمکینو ځواکونو ته په وخت رسیدای شو او له هغوی سره مرسته کولای شو. دا ځکه چې دغه الوتکه چټکه او پیاوړې ده.»

زموږ له ارشیف څخه: