1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځوانان نیمه پای لوبې ته و نه رسیدل

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه

د پاکستان په شل اوریزو اتلولیو کې د افغانستان د ځوانانو لوبډلې د چهار شنبې په ورځ د «فیصل آباد سي سي» لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړه خو نه یواځې دا چې له ماتې سره مخامخ شول بلکې نیمه پای لوبې ته هم و نه رسیدل.

https://p.dw.com/p/1558u
انځور: Afghan Cricket Board

د افغان ځوانانو پر له پسې بریاوو ټول افغانان باوري کړي ول چې ګواکې دوی به فیصل آباد ته هم د نورو لوبډلو په څیر ماته ورکړي او نیمه پای لوبې ته به لاره وموندي خو د فیصل آباد لوبډلې د افغان لوبغاړو په وړاندې سخت مقاومت وکړ او لوبه ئې د ځان په ګټه پای ته ورسوله.

د لوبې پچه (ټاس) د فیصل آباد لوبډلې وګټله او پخپله ئې د لوبې کولو یا منډو جوړولو پریکړه وکړه. افغان لوبغاړو ډیره ښه لوبه پیل کړه او داسې بریښیدل چې په ۱۰۰ منډو به د فیصل آباد ټول لوبغاړي وسوځوي.

دولت ځدران په دې لوبه کې هم په زړه پورې بالینګ وکړ او په لومړي اور کې ئې د فیصل آباد یو لوبغاړی وسوځاوه او خپله سیاله لوبډله ئې تر فشار لاندې راوسته.

د افغانستان د لوبډلې بل لوبغاړي ګلبدین نایب، هم ښه لوبه وکړه او د خپلې سیالې لوبډلې درې مهم لوبغاړي ئې په پرله پسې ډول د لوبې له ډګره وایستل. فیصل آباد د افغان لوبغاړو له پیاوړو توپ اچولو (بالینگ) سره سره بیا هم افغان ځوانانو ته د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره د  ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبغاړي منډه جوړولو (بیټینگ) ته راووتل او په لومړیو څو اورونو کې ئې ډیرې تیزې منډې جوړې کړې. شهزاد محمدي په ۳۰ بالونو یوه په زړه پورې ۵۰ سیزه ووهله خو په ۵۴ منډو وسوځید. د شهزاد له سوځیدو وروسته افغان لوبغاړو د فیصل آباد لوبډلې په وړاندې مقاومت و نه شو کړای او په پرله پسې ډول وسوځیدل.

د شهزاد محمدي تیزې لوبې د تماشاچیانو ترڅنګ د جیو سوپر تلویزیونې شبکې ویاندان هم حیران کړي ول او دی یې یو پیاوړی او خطرناکه لوبغاړی یاد کړ.

همدا راز اصغر ستانکزي ۱۵ منډې، افسر ځاځي ۱۵ منډې او امیر منګل په خپل وار سره ۱۴ منډې جوړې کړې. د افغانستان ځوانانو لوبډلې په ۱۹.۲ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۶ منډې جوړې کړې او و ئې نه شو کولای چې د پاکستان فیصل آباد لوبډلې له لوري ټاکل شوی هدف ترلاسه کړي. افغان لوبغاړو د ۲۹ منډو په توپیر سره لوبه وبایلله.
که د افغانستان ځوانانو لوبډلې فیصل آباد ته په دغه لوبه کې ماته ورکړې وای نو د پاکستان د شل اوریزو اتلولیو نیمه پای لوبې ته به سې لاره پیدا کړې وای. ټاکل شوې ده چې افغان لوبغاړي د پنج شنبې په ورځ بیر ته خپل هیواد ته راستانه شي.

د پاکستان د شل اوریزو اتلولیو لوبې د افغان لوبغاړو له پاره یو ښه تمرین په ګوته کیدای شي ځکه د افغانستان لوبډلې د دوهم ځل له پاره په نړیوال جام کې د لوبیدو له پاره د چمتوالي په درشل کې ده او د پاکستان په څیر له پیاوړ لوبغاړو سره د افغان لوبغاړو لوبیدل د تجربو د ترلاسه کولو له پاره یو ښه چانس دئ.

نصرت الله وفا
کتونکی: مسعود جهش