1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلواو په کابو کولو کې د افغان ځواکونو ستونزې

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه

په داسې حال کې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کيږي، د دغو ځواکونو د کاري وړتیا او مسلکيتوب په برخه کې ډیرې ستونزې لا اوس هم پر ځای پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15Wzx

د افغانستان د امنیتي ځواکونو تر ټولو لویې ستونزې د لازمو مسلکي روزنو نه لرل او بیسوادي بلل کیږي. همدا ستونزې کله نا کله د دې لامل کیږي چې افغان امنیتي ځواکونه په ځینو مواردو کې غیرې مسلکي پریکړې وکړي. په یوه تازه پېښه کې افغان پولیسو د کابل په څنډه کې د یو شمیر ناقانونه کورونو د ړنګولو پر مهال له خلکو سره پر نښته واوښتل او د سیمې پر اوسیدونکو ئې مخامخ ډزې وکړې. په دې پېښه کې د سیمې شاوخوا شپږ تنه اوسیدونکي مړه او تر لسو زیات ټپیان شول.

د شورش ضد او د عامه نظم پولیس دنده لري چې د هغو ستونزو په کابو کولو کې مسلکي برخورد وکړي چې عامه نظم ته زیان رسوي خو دا لومړی ځل نه دئ چې افغان پولیس په غیر مسلکي ډول پر خلکو ډزې کوي.

د کابل د دارالمان ماڼۍ ته نزدې یو شمیر عیني شاهدانو دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې پولیس پر خلکو ډیر په غوسه ول نو ځکه ئې په بي باکۍ سره توپکونه د هغوی په لور ور وګرزول. د دې سیمې یو اوسیدونکی وایي: «دې سیمې ته په دریو موټرو کې پولیس راغلل او پر خلکو ئې ډزې وکړي. خلک له سیمې وتښتیدل خو بیا هم پولیسو ډزې کولې.»

د پېښې یو بل عینې شاهد چې نه غواړي نوم ئې واخیستل شي وایي: «پولیسو لومړی د خلکو د یوه کور ښیښه ورماته کړه بیا ئې قوماندان ناري کړي چې ډزي پرې وکړۍ. ما ولیدل چې دوو تنو ئې تومانچې او یوه ئې کلاشینکوف په لاس کې لاره.»

خو د سیمې پولیس وايي چې دوی د ځمکې د مافیا پر ضد د اقدام کولو له پاره دې سیمې ته راغلي ول او لومړی پر دوی باندې د ملکي کسانو له خوا ډزې وشوې.

که دغه استدلال ته وکتل شي نو په ډیرو دیموکراتو ټولنو کې د لاریونونو او مظاهرو پر مهال پر امنیتي پرسونل د بوتلونو، ډبرو او ډانګونو ګوزارونه کیږي، خو کله هم پولیس د هغوی پر ضد وسله نه پورته کوي. د خیرآباد په نامه د دغې سیمي یوه اوسیدونکي د پولیسو دغه ادعا رد کړه او د خپلو سترګو لیدلی حال ئې داسې بیان کړ:

«زه خبر یم پولیسو درې تنه ووژل او پنځه نور ئې ژوبل کړل. دا خبره حقیقت نه لري چې خلکو دې پر پولیسو باندې برید کړی وي بلکې پولیسو له پاسه د خلکو په کورونو ډزې پیل کړې او خلک له سیمې وتښتیدل.»

د دغې سیمي یوې مور چې نه ئې غوښتل نوم ئې واخیستل شي دویچه ویله ته وویل چې افغان پولیسو د افغاني او اسلامي دودونو خلاف پر میرمنو لاس پورته کړ او په بي عزتۍ سره ئې هغوي له کورونو را وایستلې:

«هغوي پردۍ ښځې په توپک، لرګیو او ډبرو ووهلې. موږ ئې له کورونو دباندې وشړلو او کورونه ئې په بیلدوزرونو را وران کړل.»

په پلازمینه کابل کې د ډیرو نورو ولایتونو په څير په زرګونو جریبه ځمکه د اقتصادي مافیا له لوري لاندې شوې ده او دا د پولیسو دنده ده چې د ځمکو د لاندې کولو مخه ونیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزات ویاند صدیق صدیقي، وایي چې په دغه اخ وډب کې شاوخوا ‍۱۵ تنه افغان پولیس هم ژوبل شوي دي او دوی هڅه کوي چې له خلکو سره د پولیسو کړنې له نزدې وڅاري او هغوي ته د بشري حقونو او ټولنیزو اصولو په برخه کې تخصصي زدکړې ورکړي:

«د وړتیاوو په زیاتولو، په خاصه توګه پولیس سرتیرو ته د لنډ مهالو کورسونو په جوړلو سره موږ هڅه کوو چې هغوی ته وښیو چې څرنګه له خلکو سره سلوک وکړي.»

دا لومړی ځل نه دئ چې افغان پولیس د قانون د تطبیق پر مهال له خلکو سره پر سخته نښته اوړي. په تیرو څو کلونو کې څو وارې افغان پولیسو له ولسونو سره د معمولي لانجو د هوارولو له پاره وسلې ته لاس وړی دئ او یو شمیر خلک ئې مړه او ژوبل کړي دي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش