1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغان ځواکونه د شپني عملياتو وړتيا نه لري"

۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبه

د دغو جنجالي عملیاتو پر افغاني کیدلو باندي، چې بهرني ځواکونو د مخالفو وسله والو د ټکولو له پاره ملا ماتونکي بلل پرون د افغان حکومت او ناټو تر منځ هوکړه وشوه.

https://p.dw.com/p/14ZiH
FILE - In this Oct. 28, 2009 file photo taken with a night vision scope, U.S. Special Operations forces search a home during a joint operation with Afghan National Army soldiers targeting insurgents operating in Afghanistan's Farah province. Increased nighttime military raids by international military forces in Afghanistan have created a resentment that has undercut any battlefield gains from the tactic, according to a report released Monday, Sept. 19, 2011, by a U.S. think tank. (AP Photo/Maya Alleruzzo, File)
Afghanistan Nächtliche Razziaانځور: AP

سر له نن څخه نور بهرني ځواکونه په افغانستان کې د شپنیوعملیاتو د تر سره کولو واک نه لري.

خو د پوځي چارو يو شمېر کارپوهان بيا شک څرگندوي چي افغان ځواکونه دي ددې توان ولري چي عمليات دي په يوازي سر تر سره کړي.

د افغان پوځ پخوانی جنرال امرالله امان وايي چي د بهرنیو ځواکونو له لوري افغان قواوو ته د شپنیو عملیاتو مسئولیت سپارل په اوس وخت کې ډیره حساسه موضوع ده. ځکه کورني عسکر هغسي وسایل نه لري چې د سیمي د استخباراتو له لوري د روزل سویو زور پالو په وړاندي عملیات تر سره کړي:

«په لومړي سر کې باید د شپې پر مهال کاریدونکي تجهیزات ناټو، افغان ځواکونو ته ورکړي، او تر څنګ ئې په اوس وخت کې افغان ځواکونه هغسي پوځي وړتیا نه لري چي د ناټو ځواکونو درلودل.»

خو حکومت له دې ټولو نیمګړتیاوو سره سره بياهم ټینګار کوي چې له افغان ملي پولیسو، کوماندو ځواکونو او ملي امنیت څخه جوړه ځانګړي قطعه به وکړای شي چي تر دې وروسته د طالبانو او القاعدې پر ضد د شپې له لوري عملیات تر سره کړي.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په کابل کي دویچه ویله پښتو ويب پاڼي ته په را استول سوې یوه خبرپاڼه کې د شپنیو عملیاتو افغاني کیدل تر ۲۰۱۴ کال پوري د ټولو چارو د افغاني کولو له پاره یو مهم پرمختگ بلل سوی دئ او تر څنګ ئې دا هم ویلي دي چي اوس له واشنگټن سره د ستراتیژیک سند لاسلیکولو ته یو بل ګام هم ورنژدې سوي دي.

په همدې حال کي د افغان کوماندو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال عبدالکريم وايي چې ځواکونه به ئې دا عملیات په ښه توگه تر سره کړي:

«موږ دا وړتیا لرو چې شپني عملیات تر سره کړو او تر څنګ ئې خپل سرتیري هم د ورځي په معیارونو برابرکړو».

خو د سیاسي چارو مبصرین نیوکه کوي چي نه یوازي دا چې افغان ځواکونه به و نه کړای شي چي د شپې له خوا په سمه توګه عملیات وکړي، بلکي په روان کال کې به ډیري هغه سیمي هم له لاسه ورکړي چې د ولایتونو له مرکزونو څخه ليري پرتې دي.

د شپني عملیاتو مشرتوب په داسي حال کي افغان ځواکونو ته سپارل شوی دئ چې لا هم په دغو عملیاتو کي د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه ویل کیږي.

د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ ویلي دي چې ناټو ځواکونه به په دغو عملیاتو کي له افغان ځواکونو سره د ترانسپورت او استخباراتو په برخه کي همکاري کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل