1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان ځواکونو په ژمني عملیاتو کې ډیر لوړ تلفات زغملي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکایي سازمان یا سیګار، د دوشنبې په ورځ په یوه روپوټ کې ویلي دي چې افغان ځواکونو د طالبانو په ژمنیو عملیاتو کې هم «په ټکان ورکوونکي توګه» لوړ تلفات زغملي دي.

https://p.dw.com/p/2cAak
Afghanistan Kämpfe in der Provinz Laghman
انځور: Reuters/Parwiz

په دې رپوټ کې راغلي دي چې د روان کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د فبروري تر ۲۴مې پورې ۸۰۷ افغان ځواکونه وژل شوي دي.

رپوټ زیاته کړې ده: «افغانستان اوس هم د یوې وژونکې جګړې په قبضه کې دی. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په منځ کې له طالبانو او نورو یاغي ډلو سره په جګړه کې د تلفاتو کچه اوس هم په ټکان ورکوونکې توګه لوړه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو کلونو کې په ژمي کې د افغانستان جګړه یو څه سړه کیده. خو تیرکال طالبانو په سړو میاشتو کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او په تر ټولو خونړۍ پیښه کې یې یوازې په اپریل میاشت کې په مزارشریف ښار کې د ملي اردو پر یوې اډې باندې برید کې تر ۱۴۰ زیات افغان پوځیان ووژل.

طالبانو د جمعې په ورځ خپل د اوړې عملیات پیل کړل. د دې ډلې په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې په دغو عملیاتو کې به د تل په څیر بریدونه، چریکي عملیات، ځانمرګي بریدونه، او دوست ښمنې حملې شاملې وي.

افغان ځواکونو د ۲۰۱۴م کال په پای کې د ټول هیواد امنیتي مسوولیتونه له ناټو ځواکونو څخه پر غاړه واخسیتل او له همدې کبله یې په وروستیو دوو کلونو کې د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

سیګار ویلي دي چې د ۲۰۱۶م کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه بیا د همدې کال د نومبر تر ۱۲مې پورې ۶۷۸۵ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۱۷۷۷ تنه نور ټپیان دي.

افغان حکومت د ۲۰۱۶م کال په وروستیو اووه اوونیو کې د تلفاتو په اړه معلومات له امریکايي ځواکونو سره نه دي شریک کړي. خو همدا شمیرې چې په لاس کې دي، هم د ۲۰۱۵م کال په پرتله د افغان ځواکونو په منځ کې د تلفاتو ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي. په ۲۰۱۵م کال کې شاوخوا ۵۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي.

د سیګار په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې افغان ځواکونو او یاغیانو تر خپل کنترول لاندې سیمې ډیرې کړې دي او هغه سیمې چې پخوا به د دواړو اړخونو تر منځ لاس په لاس کیدې، کمې شوې دي.

اوس افغان ځواکونو د هیواد ۵۹،۷ سلنه خاورې کنترول په لاس کې لري. دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په وروستیو درو میاشتو کې افغان حکومت ۵۷،۲ سلنه برخه خاوره تر خپل کنترول لاندې لرله. طالبانو او نوو یاغي ډلو بیا تر خپل کنترول لاندې سیمې له ۱۰ سلنه څخه ۱۱،۱ سلنه ته رسولي دي.

د سیګار په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې د ملکي تلفاتو کچه له ۲۰۰۹م کال راهیسې تر بل هر وخت لوړه وه. په دې کال کې ۱۱۴۱۸ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې کي ۳۴۹۸ تنه وژل شوي او ۷۹۲۰ تنه نور ټپیان دي.

ملګرو ملتونو له ۲۰۰۹م کال راهیسې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ثبت بهیر پیل کړی دی.