افغان ځواکونو د بلچراغ ولسوالۍ وداني بيرته نيولې ده
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبهد فارياب د والي وياند جاويد بيدار د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می میاشتې۱۰) د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې په دې ولایت کې د بلچراغ ولسوالۍ ودانۍ د بیرته نیولو په موخه د هوايي ځواکونو په ملاتړ شاوخوا۱۰۰ افغان ځانګړو سرتیر عملیات وکړل او طالبان يې له دې سیې څخه پر شا کړي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي محمد عارف هم د دې عملیاتو او د ولسوالۍ ودانۍ د بیرته نیولو پخلی کړی او ويلي يې دي چې افغان ځواکونو د طالبانو پر شدید مقاومت سربیره د یادې ولسوالۍ د مرکز کنترول بیرته په خپل لاس کې نیولی دی.
عارف همدا راز وویل چې د ولسوالۍ ودانۍ د تیرې سه شنبې په ورځ هغه مهال د طالبانو لاس ته ولویده چې په لسونو طالب جنګیالیو ډله ایز برید وکړ. د هغه په وینا د طالبانو له خوا د ولسوالۍ ودانۍ د نیولو پرمهال ۱۲ پولیس وژل شوي ول او شاوخوا ۲۲ تنه نور یې ټپیان ول. عارف زیاتوي چې د سه شنبې په نښته کې شاوخوا ۳۰ نور پولیس بیا طالبانو ژوندي نیولي ول. د ژوندي نيول شوو پوليسو په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.
په ورته وخت کې د بغلان د تالا و برفک ولسوالۍ کنترول لا هم د وسله والو طالبانو په لاس کې دی. دغه ولسوالۍ هم د تیرې سه شنبې په ورځ د طالبانو لاس ته لویدلې.
له هغه وخت راهیسي چي طالبانو د خپلو پسرلنيو عملياتو اعلان کړی ( د اپریل میاشتې ۲۵ نیټه)، درې ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس پر لاس شوي دي.