1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان ځواکونو د جاني خیل ولسوالۍ بیرته نیولې

۱۳۹۶ مرداد ۱۳, جمعه

افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو څخه د پکتیا د جاني خیل، ولسوالۍ بیرته نیولې ده. دغه ولسوالي د جولای میاشتې پر ۲۵مه نیټه د طالبانو لاس ته لویدلې وه.

https://p.dw.com/p/2hgii
Afghanistan Nangarhar Sicherheitskräfte Armee Patrouille
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د پکتیا ولایت ویاند عبدالله حسرت، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «تر اووه ورځینو سختو جګړو وروسته، افغان امنیتي ځواکونه د جمعې په ورځ وتوانیدل چې له طالبانو څخه د جاني خیل ولسوالۍ ونیسي.»

دغه افغان چارواکي ویلي دي چي افغان ځواکونو په دغو نښتو کې ۱۵۲ یاغیان وژلي دي او ۱۲۳ تنه نور ټپیان دي. د حکومت له خوا بیا د امنيتي ځواک نهه کسان وژل شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

د تلفاتو دغه شمیر د کومې بلې سرچینې له خوا تایید شوی نه دی. ډیر وخت د افغانستان په جګړه کې ښکیل اړخونه خپل مخالفینو ته د ډيرو تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي الله میر خان بهرامزي، هم د دې ولسوالۍ بیا نیول تایید کړي دي. هغه ویلي دي: «موږ د جګړو له کبله د ۱۵ ملکي وګړو له ټپي کیدو او ۲۵۰ کورنیو له بې ځایه کیدو خبر یوو.»

طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بیلابیلو ولسوالیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. همدا اوس د کندز، بغلان، بدخشان، غور، هلمند، کندهار او پکتیا ولایتونو په ولسوالیو کې جګړې روانې دي.

په یوه بله پیښه کې د ناټو ځواکونو پر یوه کتار باندي ځانمرګي برید د ناټو یو سرتیری وژلی دی. ناټو لا وختي په دې پیښه کې د یوه سرتیري وژل کیدل تایید کړي، خو د پیښې په اړه نور معلومات نه دي بربنډ شوي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد، هم د جمعې په ورځ دغه پیښه تایید کړې او ویلي یې دي چې چاودنې درې ملکيان وژلي او څلور تنه نور یې ټپیان کړي دي.

ناټو په یوه بیانیه کې دا هم منلې ده چې د کابل په شمال رامنځ ته شوي پیښي کي پنځه تنه سرتیري او یو ژباړونکی ټپیان شوي هم دي. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې دغه ټپي شوي کسان اوس په ښه روغتیايي حالت کې دي او درملنه یې د بګرام په هوايي ډګر کې کیږي.

د ناټو دغه ځواکونه په قره باغ ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال تر برید لاندې راغلي دي. طالبانو د برید مسئوليت منلی دی او پکښې یې د اتو بهرنیو ځواکونو د وژل یا ټپي کیدو ادعا کړې ده.