1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي:کيدای سي مولانا فضل الله وژل سوی وي

۱۳۸۹ خرداد ۶, پنجشنبه

د فرانس پرس آژانس په يوه خبر کي ويل کيږي،چي دپاکستاني طالبانو يو لوړ پوړی مشر په افغانستان کي دجګړو پر وخت وژل سوی دی...

https://p.dw.com/p/NYh6
په سوات دره کي د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله
په سوات دره کي د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل اللهانځور: AP

افغان امنیتي مقاماتو نن اعلان کړی دی، چي دوئ به موضوع وڅاري.

د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال محمد زمان رسنيو ته ويلي دي،چي د نورستان ولايت په برگي متال سيمه کي د افغاني ځواکونو سره په جگړه کي د طالبانو 7 تنه جنګيالي وژل سوي دي.

هغه وويل زموږ پوليسو داخبر تائيد کړی، چي په وژل سو کسانو کي ښايي مولانا فضل الله هم شامل وي، خو لا تر اوسه موضوع نه ده څرگنده چي آيا د وژل سو کسانو په ډله کي به هغه وي که نه.

افغاني طالبانو د بريدونو تائيد کړی خو په جگړه کي يې د بهرنيو جنگيالو د ونډه اخستو خبره رد کړې ده.

د باجور په قبائيلي سيمو کي د طالبانو قوماندان مولوي فقير محمد د ټليفون د لاري د رسنيو دغه ادعا رد کړې چي گواکي مولوي فضل الله په افغانستان کي په جگړه کي وژل سوی دی.

هغه ويلي دي کيدای سي، چي هغه په نورستان کي وي، ځکه چي طالبان د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کي تگ راتگ لري.

د نومبر په مياشت کي فضل الله د بي بي سي سره په مرکه کي ويلي ول،چي تر هغه وروسته چي پاکستاني پوځيانو د سوات په دره کي د هغه د اوسيدو پر ځای حمله وکړه هغه نورستان ته تښتېدلی دی.

که په ريښتيا سره په وژل سوو کسانو کي مولانا فضل الله وي نو د بيت الله مسود څخه وروسته دا به دوهم لوړ پوړی پاکستانی طالب وي، چي وژل کيږي.

بيت الله مسود د تير کال د اگست په مياشت کي د امريکايانو د بې پيلوټه الوتکو په يو بريد کي ووژل سو.

پاکستانيانو د سوات د عملياتو په وخت کي د مولانا فضل الله پر سر د 600000دالرو يوه جايزه ايښې ول.

ag/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل