1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي: اېرانی وگړی مو د تره گرۍ په تور ونيوی

۱۳۸۹ آبان ۲۲, شنبه

د فراه په ولايت کي يو ايرانی طبعه دانتحاري بريد د نيت درلودلو په تورنيول شوی دی چي د چارواکو په وينا په جرم اعتراف کوي.

https://p.dw.com/p/Q7nR
انځور: AP

په هرات کي بيا ايران سره په سرحد کي کهسان نومي ولسوالي کي تازه دغي خاوري ته راغلی دهاون تريونيم سل زياتي مرمي نيول شوي دي. امينيتي مامورين وايي داډول مهمات طالبان دسر ک دغاړي مين په ډول کاروي.

دغه ايراني وګړی چي د امنيتي ځواکونو په وينا نوم سعيد ښيي د چارواکو په وينا د ايران د کرمان شهراستوګن دی د فراه پشت رود ولسوالي کي په داسي مهال ونيول شو چه د ځان وژونکي بريد لپاره تيارشوی ؤ.

داخبري دفراه دامينه قومانداني سرپرست حبيب الله په ټلفون کي د المان ږغ د خبريال سره وکړې. نوموړي وويل:

« نيول شوي تن ځوان دی او په خپل جرم اعتراف کوي. دا تن خپل نوم سعيد ښيي دايران دکرمان شهراستوګن دي وايي افغانستان ته د جهاد لپاره راغلی دی. دغه کس نيت لاره چه په دولتي مامورينو، يا نړيواله ځواکونو ځانمرګی بريد وکړي. له هغه هيواد څخه لومړي خاکسفيد ولسوالي بيا د عمل د اجرا لپاره پشت رود ولسوالي ته ليږدول شوی دی خوله نيکه مرغه وړاندي تر چاودني ونيول شو.»

امنيتي مامورين وايي متهم څخه پوښتني او گروېږني رواني دي څو د جرم نور شريکان يي هم ونيول شي. فراه ولايت دافغانستان يوله نا امنه ولاياتونو څخه ده چه ډيرځله ځانمرګي بريدونو له امله دولتي مامورينو ترڅنګ ملکي وګړي زيانمن شوي دي .په خپل وخت يي پړه وسله واله طالبانو منلي خو دا چه اوس يو ايراني طبعه د ځان وژونکي بريد په تور ونيول شو نوی خبردی.

د فراه په ولايت کي د ايراني وګړي نيولو سره يومهال دهرات له اير ان سره په پوله کهسان نومي سرحدي ولسوالي کي بيا لسګونه صندوقه د هاوان مرمۍ ونيول شوې. دغرب زون دسرحدي پوليسو دليوا مشرسمونوال حميدلله صديقي دشنبي په سهارخبريالانوته وويل:

« ١٥٤دغرني هوان مرمۍ پوليسو ونيولې چه معمولا د سرک د غاړي مين چاودنو کي د طالب وسله والو له خوا افغانستان کي کارول کيږي. مواد تازه راغلي دي او د چين دجوړښت نښه لري. د پيښي سره په تړاو څوک ندي نيول شوي خوتحيققات جريان لري.»

بايدووايم چه له خبرسره په تړاو دولتي مامورين وسله واله طالبانو ډله ګرمه بولي مګرياده دي وي چه د دولت هيڅ کومي وسله واله ډلي لا د پيښو په اړوند نظرندی ويلی.

راپور: شريف شرفيار

کتونکی: احمدولي اڅکزی