1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي د سولې له بهیره ناهیلي شوي دي؟

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

په کابل کې د طالبانو د بریدونو له کبله د ډیر شمیر افغانانو له وژل کیدو سره، اوس په افغانستان کې دا نظر چې ښایي طالبان به هیڅکله هم د سولې له بهیر سره یوځای نه شي، لا پیاوړې شوی دی.

https://p.dw.com/p/1IZ8D
Archivbild Einigung über Einheitsregierung in Afghanistan unterzeichnet
انځور: picture-alliance/AA

د آلمان خبري آژانس په خپل ربوټ کې لیکلي دي چې تر هغه وروسته چې طالبانو د کابل د سې شنبې ورځې د بریدونو پړه پر غاړه واخیسته، اوس ښایي د کابل حکومت له دغې ډلې سره د سولې کولو په برخه کې ناهیلې شوی وي.

په داسې حال کې چې د کابل د برید د مرگ ژوبلې شمیر له ۴۰۰ تنو لوړی شوی دی، د افغان حکومت مشران د سولې د هڅو په اړه خپله ناهیلي څرګندوي.

د کابل د سه شنبې ورځې په برید کې ۶۴ کسان ووژل شول او ۳۴۷ تنه نور بیا ټپیان شول. دا په روان کال کې په کابل کې د طالبانو تر ټولو خونړی برید دی او په داسې حال کې ترسره کیږي چې طالبانو د خپل پسرلنيو عملیاتو د پیلیدو اعلان کړی دی.

دغه برید په نړیوال کچه وغندل شو. د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون، دغه برید د توجیه وړ و نه باله. ولسمشر غني په روغتون کې د پیښې د ټپیانو د لیدنې پر مهال په غوسې سره طالبانو ته ګواښ وکړ: «موږ به د خلکو د وینې د هر څاڅکي غچ واخلو.»

هغه زیاته کړه: «داسې ورځ نه ده راغلي چې ما او د افغانستان خلکو د سولې غږ نه وي پورته کړی، خو دا هم د خدای امر دی چې سړی باید د بریدونو پر وړاندې قاطع ودریږي.»

دا د طالبانو پر وړاندې د ولسمشر غني یو سخت دریځ ښيي. هغه همداراز د سولې د بهیر پر وړاندې هم خپله ناهیلي وښوله.

د تیر کال دسمبر میاشتې راهیسې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا هڅه کوي چې طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای کړي، خو دغو هلو ځلو تر اوسه پورې کومه پایله نه ده لرلې او طالبانو په دې بهیر کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

د کابل په پوهنتون کې د امنیتي چارو کارپوهې شهلا فرید، وویل چې ښایي طالبانو د سولې په اړه خپل دریځ نه وي بدل کړی: «د طالبابو پر وړاندې د ځواک کارول، یوازینې لار ده.»

هغې زیاته کړه: «هغوی څو وارې د سولې خبرې اترې رد کړي دي او په راتلونکې کې به هم هغه و نه مني.»

د سولې د بهیر په اړه د ناهیلۍ یوه بله نښانه ښايي پاکستان ته د اجرائیه رییس عبدالله عبدلله، د سفر ځنډول وي. پلان شوې وه چې هغه به په راتلونکې میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي.

د عبدالله عبدالله ویاند د سولې د څلور اړخیزې غونډې څخه وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي، که نه نو د هغه په خبره «افغانستان به د جګړې ځواب په جګړې ورکړي.»